
د جاپان د اورلګېدنې او له افتونو څخه د مخنیوي ادارې اعلان کړی چې د دې هېواد په اوفانوتا ښار کې د شپږ ورځو مخکې اورلګېدنه لا تراوسه دوام لري او ۲۶۰۰ هکتاره ځمکه یې سوځېدلې ده.
د جاپان د حکومت په وینا، د دې سیمې کابو ۴۵۹۶ کسان اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي او له سیمې ووځي. د اړوندو چارواکو په وینا، د شدیدو بادونو او وچو اقلیمي شرایطو له امله، د اور لګیدنې پراختیا لا نورو خطراتو ته لار هواروي. بل پلو، د اور وژنې ځواکونه د هلیکوپټرونو، اور وژونکو موټرو او پراخو بشري منابعو په مرسته هڅه کوي چې د اور لګېدنې د پراختیا مخه ونیسي.
خو له دې ټولو سره سره، ځنګلونو ته د لاسرسي ستونزې او د اور پراخه کچه، د اور وژنې عملیات یې لا سخت کړی دی. د سیمه ييزو چارواکو په وینا، تر اوسه پورې انساني مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې، خو ځینې کورونه او په سیمه کې موجودې زیربناوې زیانمنې شوې دي.
د جاپان حکومت د سیمې له اوسیدونکو څخه غوښتنه کړې چې د اور تر بشپړ کنټرول پورې د تخلیې خبرداریو ته په جدي توګه پام وکړي او خپل کورونو ته نږدې نه شي.