د جمهوري نظام دفاع وزیر اسدالله خالد پر بندیانو په جنسي تېري تورن دی

طرز پرس

15 سرطان 1403

Khalid.jpg

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چې د پخواني جمهوري نظام د دفاع وزیر اسدالله خالد د بندیانو په زورونه، له محکمې پرته پر عمدي وژنو او پر بندیانو په جنسي تیري کې ښکیل پاتې شوی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې پټریشیا ګروسمن د چهارشنبې په ورځ د جولای ۳مه، په یوه مقاله کې له نړیوالو غوښتنه کړې چې پر بشري جنایاتو تورن د افغانستان پخوانيو او اوسنيو چارواکو په اړه پلټنې وکړي. نوموړې په دغه مقاله کې د جمهوري نظام د دفاع وزیر اسدالله خالد یادونه کړې او ویلي یې دي چې نوموړی په دوامدار ډول امریکا متحده ایالاتو ته سفرونه کوي او په دې وروستیو کې یې د امریکا د سرو زرو پاسپورت هم ترلاسه کړی دی.

په دغه مقاله کې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر نظر هم پوښتل شوی او هغې پر نړیوالو هېوادونو غږ کړی چې د خپل نړیوال قضايي صلاحیت له مخې پر بشري جنایاتو تورن د هغو افغان چارواکو په اړه قضايي پرېکړې وکړي چې په بهرنیو هیوادونوکې اقامت لري او یا په ورستیوکې اروپايي هېوادونو ته په سفر تللي دي.

په دې مقاله کې لیکل شوي: « د حقوقي اصولو له مخې په ملي کچه محکمې کولای شي چې هغوی چې جدي جنایت یې ترسره کړي پرته له دې چې دا جنایت یې په کوم ځای کې ترسره کړي او د مرتکبینو او قربانیانو د تابعیت [د هیواد په نظر کې نیولو] پرته تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي»

«افغانانو ته د عدالت لارې» تر عنوان لاندې په دغه مقاله کې د بشري حقونو د څار سازمان د بېلګې په توګه د هالنډ هېواد یادونه کړې چې په وینا یې د بشري حقونو د سرغړونکو پر وړاندې جدي اقدامات کړي او له نورو هېوادونو یې هم همدا غوښتنه کړې چې د بشري جرایمو په برخه کې په افغانستان کې د معافیت فرهنګ مات کړي.

د مخکیني جمهوري نظام دفاع وزیر اسدالله خالد د بشري حقونو د څار سازمان د رپوټ په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی. موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د ښاغلي خالد نظر و پوښتو؛ خو بریالي نشولو.