
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې د دونالد ټرمپ او د نوموړي اوکرايني سیال ولادیمیر زلینسکي ترمنځ د تېرې شپې له تاوتریخوالي ډکې ناستې عیني شاهد و، نن اعلان وکړ چې زلنسکي د ټرمپ وخت ضایع کړی او باید رسماً بښنه وغواړي.
روبیو، نن شنبه «د کب۱۱مه» وویل، دا ناسته د زلنسکي لپاره «یو فاحش ماتې» وه، ځکه چې د ده په وینا، زلنسکي نه یوازې دا چې هیڅ معقول وړاندیز نه درلود، بلکې د بحث په منځ کې یې پوتین ته «بې ضرورته لفظي بریدونه» هم وکړل.
د روبیو په وینا، ټرمپ هڅه کوله چې د زلنسکي احساسات ارام کړي، خو د اوکراین ولسمشر یوازې د شخړې لپاره راغلی و. نوموړي ټینګار وکړ: «کله چې د خبرو اترو پیل له تندۍ سره وشي، بیا څوک نشي قانع کولی چې د خبرو مېز ته کښېني!»
روبیو زیاته کړه چې زلنسکي شاید د سولې هېڅ هوډ نه لري او ښايي یوازې د دې لپاره سپیڼې ماڼۍ ته راغلی وي چې له ټرمپ سره یوه یادګاري انځور واخلي.
د ټرمپ او زلينسکي د ګډې خو تاوتریخجنې ناستې تر پای وروسته، فاکس نیوز راپور ورکړی چې ټرمپ له زلینسکي غوښتي، سمدستي سپينه ماڼۍ پرېږدي او زلینسکي هم سمدستي سپیڼه ماڼۍ پرېښود.