
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ترمنځ لیدنه، چې تمه وه پر دوه اړخیزو اړیکو او امنیتي مسایلو متمرکزه وي، له بېساري شخړې او تاوتریخوالي سره پای ته ورسېده.
ټرمپ زلنسکي ته سخت ګواښونه وکړل او ویې ویل: «یا هوکړه وکړه، یا د مرستې تمه مه لره!» زلنسکي، چې له دې خبرې سخت خفه ښکاريده، ځواب ورکړ: «تاسو زه سپینې ماڼۍ ته د سپکاوي لپاره بللی یم؟»
د لیدنې پر مهال، د اوکراین د جګړې، د سولې د خبرو اترو، او د کانونو د استخراج تړونونو پر سر جدي اختلافات راپورته شول. ټرمپ له زلنسکي وغوښتل چې له روسیې سره د خبرو لپاره نرمښت وښيي، خو زلنسکي ټینګار وکړ چې هېڅکله به له پوتین سره معامله ونه کړي.
د لیدنې د شدتوالي له امله، د ګډې خبري ناستې اعلان لغوه شو، او زلنسکي ته وویل شول چې سپینه ماڼۍ پرېږدي. نوموړي له وتلو وروسته لنډ پیغام خپور کړ او ویې ویل: «اوکراین عادلانه او دوامداره سولې ته ژمن دی.»
د ټرمپ او زلینسکي ترمنځ له تاوتریخوالي ډکه دا غونډه، نړیوال غبرګونونه راوپارول. اروپایي مشرانو له زلينسکي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، خو روسیې ټرمپ وستایه. په امریکا کې ډیموکراتانو ټرمپ «د پوتین اجنټ» وباله، او زلنسکي له فاکس نیوز سره په مرکه کې په دې خبرې د اعتراف خونړۍ مهر ولګاوه چې : «اوکراین د امریکا له مرستې پرته مقاومت نشي کولی.»
دا چې آیا د امریکا سیاست د اوکراین په اړه بدلېږي که نه، لا روښانه نه ده، خو دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا یوه بې سارې بېلګه بلل کیږي.