
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ هغه څرګندونو ته چې دی یې دیکتاتور بللی وو، ځواب ورکړ او ټینګار یې وکړ چې هغه دې مقام ته د زور په واسطه نه دی رسیدلی.
زلنسکی د یکشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې ۸۳ فیصده اوکراینیانو د هغه په ټاکنو کې برخه اخېستې او هغه د ولسمشرۍ مقام په بشپړ ډول دیموکراتیک او قانوني ډول ترلاسه کړی دی.
هغه د دیکتاتورۍ په اړه هر ډول ادعاګانې بې بنسټه وبللې او وویل چې دا ډول خبرې یوازې د اوکراین دیموکراسۍ ته زیان رسوي. زلنسکی همدارنګه د خلکو پراخ ملاتړ ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د اوکراین لپاره هیڅ شی د خلکو د ارادې او د دیموکراتیکو اصولو څخه مهم نه دی.
دونالد ټرمپ مخکې د اوکراین ولسمشر د دیکتاتور په توګه یاد کړی و او ادعا یې کړې وه چې هغه د ټاکنو ترسره کولو ته چمتو نه دی.
اوکرایني ولسمشر همدارنګه وویل چې که د سولې د راتګ یا د ناتو غړیتوب لپاره اړتیا وي، نو هغه د خپل مقام پرېښودلو ته هم تیار دی. ولسمشر زلینسکي زیاته کړه: «که سوله راشي او اړتیا وي چې زه له خپل مقام څخه استعفا ورکړم، نو زه دا کار به له خوښۍ سره وکړم.» زلنسکی ټینګار وکړ چې هغه هر هغه پرېکړې منلو ته تیار دی چې د خپل هیواد د راتلونکي لپاره غوره وي.