
د آلمان د ټاکنو لومړني پایلې ښیي چې د مسیحي دموکرات ګوند (CDU) مشر، فریدریش مرتس، په ډېر احتمال سره د آلمان د صدراعظمي څوکۍ وګټي. د دې ګوند او د آلمان د بدیل ګوند (AfD) بریاوې د دې هېواد په سیاسي ډګر کې د بدلون نښه ده او د محافظهکارو او مليپالو سیاستونو پر لور د عامه افکارو د خوځښت څرګندونه کوي.
نن، د یکشنبې ورځ، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ ۲۳ مه، د آلمان پارلماني ټاکنې ترسره شوې. د راپورونو له مخې، له ۵۲٪ زیات آلماني رایهورکوونکي په دې ټاکنو کې برخه اخیستې، چې دا د راتلونکي حکومت د برخلیک ټاکلو لپاره د پام وړ ګډون ښیي.
لومړني پایلې ښیي چې د مسیحي دموکرات اتحادیه (CDU) او د آلمان د بدیل ګوند (AfD) تر نورو مخکښ دي. له بلې خوا، د اوسني صدراعظم اولاف شولز ګوند یوازې شاوخوا ۱۶.۱٪ رایې ترلاسه کړې.
د آلمان رسنۍ او شنونکي دا حالت د ټولنیزو ستونزو د زیاتوالي او د پخواني حکومت د پالیسیو پر وړاندې د عامه نارضایتۍ نښه بولي.
د آلمان ټاکنیز سیالۍ د دې هېواد د کډوالو پالیسیو له امله هم اغېزمن شوي. د AfD ګوند د کډوالو ضد شعارونه ورکړل او ژمنه یې وکړه چې له کډوالو سره به دولتي مرستې کمې کړي، چې له دې امله یې د پام وړ ملاتړ ترلاسه کړ. له بلې خوا، د سوسیالدموکرات (SPD) او شین ګوندونه، چې په مخکیني حکومت کې مهم رول درلود، د عامه ملاتړ له کمښت سره مخامخ شول.
د رایو شمېرنه لا هم روانه ده، او وروستۍ پایلې به د آلمان د راتلونکي حکومت ترکیب مشخص کړي.