
په داسې حال کې چې طالبان ورځ تر بلې د خپلو سختدریځو سیاستونو له امله له خلکو فاصله اخلي، ځینې رسنۍ لا هم هغه محدودې غونډې، چې بهر مېشت افغان سیاستوال یې ترسره کوي، د طالبانو «اصلي مخالفین» بولي. داسې انګېرل کېږي چې یوازې همدا څو تکراري څېرې د ټول ملت د مخالفت استازولي کوي، او پاتې په میلیون افغانان چې د طالبانو له سختیو سره مخ دي، د دې معادلې برخه نه دي.
خو حقیقت دا دی چې طالبان هېڅ حقیقي ملاتړي نه لري، پرته له هغه محدود کړۍ چې ګټې یې د دوی په واک پورې تړلې دي. د ملا هبتالله پرېکړې، د نجونو د زدهکړې بندیز، د بشري ازادیو محدودیتونه، او د خلکو له ژوند سره لوبې کول، طالبان دې ته رسولی چې حتی د خپلو پخوانیو پلویانو باور هم له لاسه ورکړي.
خو حیرانونکې دا ده، کله چې د اروپا په یوه ښار کې څو تنه سره راټولېږي، د وینا سټېج ته خیژي او د «افغانستان د ژغورنې» خبرې کوي، رسنۍ دوی ته د طالبانو «اصلي مخالفین» وايي. داسې ښکاري چې د افغانستان هغه میلیون وګړي چې هره ورځ د طالبانو له ظلم سره مخ دي، د دې معادلې له حسابه ایستل شوي دي، او له طالبانو سره مخالفت یوازې د څو بهر مېشتو سیاستوالو په ځانګړي امتیاز بدل شوی دی.
بل لور ته طالبان هم خوښ دي چې یوازې همدا څو تکراري کسان یې مخالف دي او نور ټول موافقین؛ خو طالبان هم باید دا واقعیت درک کړي چې که د دوی مخالفین په یوه ناسته کې راټولېدای، نو د اروپا د کنفرانسونو سالونونه به بسنه نه کوله، ښایي د فوټبال ستډیومونه یې هم ډک شوي وای.
په ورته مهال، د ویانا ناسته نه د یووالي ځای ښکاري، نه د یوې عملي ستراتیژۍ ځای، بلکې یوازې د تکراري سیاستوالو یو مجلس دی؛ داسې مجلس چې ګډونوال خپل زاړه او تکراري اندېښنې له سره بیان کوي، له اتریشي قهوې خوند اخلي، او بلاخره، ناسته د دې تکراري جملې سره پای ته رسوي چې: «باید یو څه وکړو!»
اوس تاریخ په تمه ده چې وګوري، دا ناستې به د شعارونو له پړاو څخه تېرېږي او که همداسې د څو سیاستوالو تر څو خبرو محدود پاتې کیږي.