
د یو «دموکراتیک افغانستان لپاره» د ویانا پنځمه غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې هېواد لا هم په ژور سیاسي، امنیتي او اقتصادي کړکېچ کې ډوب دی او د حاکم وضعیت د اساسي بدلون نښې نه ښکاري. ادعا کیږي چې دا غونډه تر ۹۰ ګډونوال لري او له مختلفو سیاسي ګروپونو په ځانګړي ډول د «مقاومت جبهاتو» څخه پکې ګډون کړی دی. خو اصلي پوښتنه دا ده چې آیا داسې غونډې، چې په غربي فضا کې او د افغانستان د واقعیتونو څخه لرې ترسره کیږي، د محسوسو بدلونونو لامل کېدای شي؟
د مشروعیت او نفوذ ستونزې
د ویانا په پروسې یو له مهمو نیوکو داده چې په افغانستان کې دننه کوم مؤثریت نه لري. هغه ګډونوال چې په دې غونډه کې ګډون کوي، اکثره په تبعید کې ژوند کوي او د افغانستان د قدرت جوړښتونو پر وړاندې هیڅ عملي نفوذ نه لري. طالبان، چې اوس پر افغانستان واکمن دي، نه یوازې په دې خبرو اترو کې برخه نه لري، بلکه د دې غونډو پایلو ته هېڅ کوم ژمنتیا هم نه ښیي. دا وضعیت د دې سبب شوی چې د ویانا پروسه د افغانستان د راتلونکي لپاره عملي پروسه نه وي، بلکه د اپوزیسیون ترمنځ یوازې تر یوه سمبوليک خبرو اترو محدود شي.
د واک تشه او د یوه واحد بدیل د نشتوالی ستونزه
په هېواد کې د واک تشه ډکول او د یو با ثباته افغانستان لپاره لارې چارې موندل د دې غونډې یو له اصلي اهدافو څخه ګنل کیږي. خو د اپوزیسیون ترمنځ ژور اختلافات او د یوه واحد ستراتیژۍ نشتوالی لا هم په دې پروسه کې د یوې سترې ستونزې په توګه مطرح ده. د دې پروسې تر ټولو مهم ګډونوال د ملي مقاومت جبهې په نوم د یوې ډلې مشر احمد مسعود او همداراز د پخواني حکومت د پوځ لوی درستیز یاسین ضیا دی، خو دا شخصیتونه په افغانستان کې د پام وړ نفوذ نه لري او له دې سربېره لا هم نه دي توانېدلي چې له طالبانو سره د مقابلې لپاره یوه ټولیزه او عملي توافق یا مشخص بدیل وړاندې کړي.
د لویدیځو هیوادونو په لاس کې یوه پروسه
د ویانا پروسه بله ستونزه دا ده چې د لویدیځو هېوادونو ملاتړ او لارښوونه پرې ډېر اغیز لري. تجربې ښیي چې د افغانستان د کړکېج د بدلون لپاره هر ډول بهرنۍ هڅې ناکامې دي او ترڅو چې د هېواد دننه د واقعي استازو او اصلي لوبغاړو په ګډون ترسره نه شي، کومه نتیجه نه لري. لویدیځ هېوادونه چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د مدیریت لپاره مهم رول درلود، اوس د داسې غونډو له لارې هڅه کوي چې په ځینو کړیو خپل نفوذ خوندي وساتي.
پایله؛ آیا ویانا به د افغانستان راتلونکي لپاره ګټور وي؟
که څه هم د ویانا غونډه د افغانستان لپاره د یوه «دموکراټیکې نقشې» پر جوړولو ټینګار کوي، خو د داخلي مشروعیت نشتوالی، د طالبانو نه شتون، د یوه عملیاتي ستراتیژۍ نشتوالی او د اپوزیسیون ترمنځ تفرقه، دغه پروسه یوه بې اغیزه پروسه ګرځولې ده. که چیرته تمه داوي چې دا غونډه د اغیزمنو بدلونونو لامل شي، باید له تشریفاتي خبرو اترو څخه مخکې د افغانستان دننه له واقعي ځواکونو سره اړیکې ټینګې کړي او د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه واضحه او عملي نقشه وړاندې کړي. که نه، نو ویانا هم د افغانستان د دموکراټیکې بیا رغونې په لاره کې د نورو ناکامو نوښتونو په څېر به بې اغیزه پاتې شي.