بې‌پایلې غونډې او د افغانانو له برخلیک سره د لوبې دوام

حامیه نادري

طرز پرس

28 دلو 1403

12.jpg

د افغانستان د راتلونکي په اړه یو په بل پسې غونډې ترسره کېږي، خو لا هم د دغو ناستو پایلې مبهمې او بې‌نتیجې دي. «د افغانستان د راتلونکي فکر مجمع» لسمه ناسته هم په داسې حال کې په دوحه کې ترسره شوه چې د افغانستان خلک لا هم له امنیتي ستونزو، اقتصادي بحران، سیاسي فشارونو او شدیدې بې‌وزلۍ سره مخ دي.

ویل کېږي چې د افغانستان له داخله او بهره شاوخوا ۴۰ کسان دغې ناستې ته ور بلل شوي وو، څو د افغانستان د ستونزو په اړه بحث او خبرې اترې وکړي. د دغې ناستې مشري فاطمه ګیلاني، چې د پخواني حکومت د مذاکره‌ کوونکي پلاوي غړې وه، پر غاړه لرله. ګډونوالو د اقتصادي بحران، د نجونو د تعلیم، داخلي او بهرنیو ننګونو، او بېرته جګړې ته د نه ستنېدو پر موضوعاتو خبرې وکړې.

د شخړو او بشردوستانه مطالعاتو مرکز مسؤول سلطان برکات په خپل ایکس کې ولیکل چې په دې ناسته کې یو مهم بحث د افغانستان اقتصادي بحران او د نجونو د زده‌کړې ستونزه وه. هغه زیاته کړه چې ټول ګډونوال د جګړې بېرته پیل سره مخالف وو او د سوله‌ییزو حل‌لارو د تعقیب غوښتونکي ول. خو اصلي پوښتنه دا ده چې آیا دا پرېکړې او خبرې به د افغانستان په وضعیت کې څه بدلون راولي؟

دا لومړی ځل نه‌دی چې داسې یوه ناسته له نامعلومو پایلو سره ترسره کېږي. په وروستیو کلونو کې، په دوحه، ترکیه، اتریش او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ورته کنفرانسونه ترسره شوي، خو عملاً هېڅ‌یو هم د افغانستان د برخلیک لپاره ګټور نه‌و. افغانان لا هم له بې‌وزلۍ، ناامنیو، سیاسي فشارونو او بېلابېلو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دي. د یوه هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړې څنګه کولای شي ګټورې وي، که چیرې د خلکو واقعي استازي په‌کې حضور ونه لري؟

تر ټولو مهمه دا ده چې د دې ناستو ډېری ګډونوال پخپله د افغانستان د بحران یوه برخه پاتې شوي دي. هغوی چې کلونه یې واک درلود، اوس له بهره د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړې کوي. هغوی چې خپله یې د بحرانونو په رامنځته کولو کې برخه درلوده، اوس څنګه کولای شي د حل‌لارې ومومي؟

دې غونډې ته یوه جدي نیوکه دا وه چې د افغانستان له داخله واقعي استازي په‌کې شتون نه‌درلود. راپورونه ښيي چې طالبانو ځینو افغان استازو ته اجازه ورنه‌کړه چې په ناسته کې ګډون وکړي، او یوازې جعفر مهدوي ته له هېواده د وتلو اجازه ورکړل شوه. دا مسئله د دې ډول ناستو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. څنګه کېدای شي د افغانستان په اړه پرېکړې وشي، خو د هېواد اصلي خلک، چې تر ټولو زیات اغېزمن شوي، پکې ګډون ونه لري؟

د طرز پرس د معلوماتو له مخې، دا غونډه د ثبات لپاره مذاکرات، د اقتصادي بحران حل، د ښځو حقونو او د نجونو زده‌کړې پر ملاتړ تمرکز درلود. خو دا خبرې هغه شعارونه دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې په ورته ناستو کې تکرارېږي. حقیقت دا دی چې طالبان په بشپړه توګه د واک واګي په لاس کې لري او نړیواله ټولنه هم د افغانستان د برخلیک په اړه یو مبهم دریځ خپل کړی دی. په داسې یو شرایط کې دا ډول ناستې پرته له دې چې یوه پروژه یې بڼه ونه لري، نور هېڅ عملي پایله نه‌شي لرلی.