
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د فبرورۍ په ۱۳مه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسمي بلنه واشنګټن ته ورسېد. دا سفر، چې د فبرورۍ په ۱۲ او ۱۳ مه (د سلواغې ۲۴ او ۲۵مه) ترسره کېږي، د ټرمپ د دوهمې دورې د ولسمشرۍ له پیله د دواړو مشرانو ترمنځ لومړنۍ رسمي لیدنه ده. تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو مشران به د سوداګرۍ، دفاعي همکاریو، سیمهییز امنیت او کډوالۍ په اړه مهم بحثونه ولري.
د نړیوال سیاست په محور کې د هند او امریکا اړیکې
واشنګتن ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې دویم ځل لپاره واک ته د ټرمپ له رسېدو څلور اونۍ وخت تیريږي. په دې موده کې، هغه یوازې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د جاپان له صدراعظم شیګرو ایشیبا، او د اردن له پاچا ملک عبدالله سره کتلي دي.
واشنګتن ته د مودي دا سفر د هند د ژور سیاسي ارزښت ښکارندویي کوي او دا ثابتوي چې واشنګټن د هند رول ته په سیمهییزه او نړیواله کچه زیات اهمیت ورکوي. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیان کې ویلي چې مودي به د ټرمپ تر څنګ د امریکا د ملي استخباراتو له رئیس سره هم خبرې وکړي. دا لیدنه به د استخباراتي همکاریو، ترهګرۍ ضد اقداماتو، سایبري امنیت او ستراتیژیکو معلوماتو شریکولو ته ځانګړې وي. همداراز، راپورونه ښيي چې مودي به د ټکنالوژۍ د نړۍ له مخکښ شخصیت ایلان ماسک سره هم وګوري، څو د سټارلینک انټرنیټي خدماتو د هند او سویلي اسیا بازار ته د داخلېدو امکان وڅېړي.
سوداګریز اختلافات او د امریکا سخت دریځ
د مودي او ټرمپ د خبرو یو مهم محور سوداګري ده. امریکا په وروستیو کلونو کې پر وارداتو سخت تعرفې لګولي، چې هند یې د خپلې اقتصادې ودې پر وړاندې یو خنډ ګڼي. تحلیلګران وړاندوینه کوي چې دواړه هېوادونه به پر یوه نوي سوداګریز توافق بحث وکړي، څو د تعرفو د زیاتوالي مخه ونیسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
ټرمپ هند ته د تعرفو د لوړوالي له امله سختې نیوکې کړې او هغه یې د "تعرفې پاچا" بللی. له دې سره، امریکا د فولادو او المونیمو پر وارداتو ۲۵ سلنه مالیه لګولې، چې دا پرېکړه د هند د اقتصادي سکتور لپاره یو ستر چلنج بلل کېږي. تمه ده چې مودي به ټرمپ ته یادونه وکړي چې هند د امریکايي موټرسایکلونو پر وارداتو تعرفې کمې کړي، څو په بدل کې امریکا د هند د دفاعي وسایلو پر صاداراتو محدودیتونه کم کړي.
د هند اتباع او د کډوالۍ سیاستونه
د کډوالۍ موضوع هم د دې لیدنې مهمه برخه جوړوي. امریکا په وروستیو کې ۱۰۴ غیرقانوني هندي اتباع بېرته خپل هېواد ته لېږلي او ټاکل شوې چې نږدې ۸۰۰ نور هم وایستل شي. د هند حکومت له واشنګټن نه غواړي چې د هندې اتباعو د ایستلو بهیر له بشري اصولو سره سم تنظیم کړي.
په امریکا کې دا مهال ۷.۲۵ ملیونه هنديان مېشت دي، چې له دې ډلې ۲۰ زره کسان د اخراج له خطر سره مخ دي. مودي به ټرمپ ته وړاندیز وکړي چې د قانوني مهاجرت لپاره اسانه لاره پیدا کړي، څو هندي محصلین، کارکوونکي او سیلانیان وکولی شي په قانوني توګه امریکا ته سفر وکړي.
د چین پر ضد د امریکا ستراتیژي او د هند رول
د مودي دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دونالد ټرمپ اداره د چین په مهارولو کې، هند ته د یوازینۍ بدیل هېواد په سترګه ګوري. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۳ کال تر پایه ۱۹۰.۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلې، چې له دې ډلې ۷۰ میلیارد ډالره صادرات د امریکا او ۱۲۰ میلیارد ډالره واردات د هند وو.
تمه کېږي چې مودي به له امریکا دا غوښتنه هم مطرح کړي چې چابهار بندر د متحده ایالاتو وروستي بندیزونو څخه استثنا شي . دا بندر، چې په ایران کې د هند ګټې خوندي کوي، د امریکا د "ډېر فشار" پالیسۍ له امله له خطر سره مخ دی. هندي چارواکي هیله لري چې واشنګټن به د دې بندر لپاره استثناوې ومني، څو د هند سیمهییزه سوداګرۍ ته تاوان و نه رسېږي.
د هند او امریکا د اړیکو راتلونکی
سیاسي شنونکي باور لري چې د مودي دا سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو راتلونکی ټاکلی شي. مودي تر سفر دمخه ویلي و چې دا لیدنه به "د ستراتیژیکې همکارۍ د ژورتیا" لپاره یوه مهمه موقع وي.
واشنګټن غواړي له هند سره پوځي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي، خو هند هڅه کوي د امریکا د تعرفو له سخت سیاستونو ځان خلاص کړي. همداراز، چین ته د امریکا د چلند بدلون به د هند لپاره یو مهم موضوع وي، ځکه که امریکا د هند ملاتړ پراخ کړي، دا کار به د چین پر سیمهییز نفوذ مستقیم اغېز ولري.
که دواړه هېوادونه وکولی شي سوداګریز او دیپلوماتیک خنډونه لرې کړي، تمه ده چې نوي نظامي، ټکنالوژيکي او سوداګریز تړونونه لاسلیک شي. همداراز، دا سفر به د امریکا سیاستونه د جنوبي اسیا، چین او پاکستان په اړه هم اغېزمن کړي.
په ټوله کې، د مودي دا سفر د نړیوالو اړیکو لپاره مهم دی. دا به معلومه کړي چې آیا هند او امریکا به وکولی شي خپلې همکارۍ پراخې کړي، که نه، د اختلافاتو درزونه به نور هم پراخ شي. نړیوال څارونکي د دې سفر پایلو ته په تمه دي، څو معلومه کړي چې آیا واشنګټن او نوی ډیلي د ستراتیژیکو شریکانو په توګه خپل دریځ پیاوړی کولی شي که نه.