
په داسې حال کې چې داعش ډلې د سهشنبې په ورځ په کندز کې یوه خونړۍ ځانمرګی برید ترسره کړ او لسګونه طالب جنګیالي یې ووژل، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لا هم ادعا کوي چې داعش په افغانستان کې سخت ځپل شوی او نور د نظامي فعالیت توان نه لري. دا څرګندونې ظاهراً د پاکستاني چارواکو د وروستیو اندېښنو په ځواب کې مطرح شوي، چې یو ځل بیا یې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، د سهشنبې په ورځ، د سلواغې ۲۳مه، وویل چې په افغانستان کې د داعش ټول پټنځایونه له منځه وړل شوي او دا ډله نور د فعالیت وړتیا نه لري. هغه زیاته کړه: «هر امنیتي پېښه چې په افغانستان کې رامنځته کېږي، عاملین یې د ډیورند کرښې له هغې غاړې څخه را اوړي» دا د طالبانو غیرمستقیمه اشاره ده چې د وروستیو ناامنۍ مسؤلیت پاکستان ته متوجه کوي.
خو د طالبانو دا ادعاګانې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د کندز حملې ثابته کړه چې داعش لا هم په افغانستان کې ځواکمن حضور لري او طالبان ترې خوندي نه دي. داعش په وروستیو میاشتو کې پر طالبانو او نورو اهدافو ګڼ بریدونه ترسره کړي، چې دا ټول د داعش د ځپلو په اړه د طالبانو ادعاوې له پوښتنې سره مخ کوي.
دغه امنیتي کړکېچونه په داسې حال کې زیات شوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم تازه په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د شتون او فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د دې شورا په وروستۍ غونډه کې ټینګار وشو چې افغانستان باید د ترهګریزو ډلو لپاره خوندي پټنځای نه شي.
له بلې خوا، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې ترینګلې کېږي. اسلامآباد په ځلونو طالبان تورن کړي چې وسله والو ډلو ته پناه ورکوي او د پاکستان پر ضد یې د عملیاتو لپاره تقویت کوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او خپل ګاونډ کې ځینې هېوادونه تورنوي چې غواړي د دوی حکومت منزوي کړي.
خو له دې ټولو سره سره د کندز ځانمرګي برید یو ځل بیا وښوده چې داعش لا هم په افغانستان کې د فعالیت وړتیا لري. که څه هم طالبان ادعا کوي چې دوی پر امنیتي وضعیت بشپړ کنټرول لري، خو د داعش دوامداره حملې ښيي چې دا ګواښ لا هم جدي دی او ښايي له هغه څه څخه ډېر ځواکمن وي چې طالبان یې په اړه فکر کوي.