
تر درې کاله ډېر وخت وشو چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي؛ خو داسې ښکاري چې اوسمهال د دوی رژیم له سختو کورنیو او بهرنیو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. انګېرل کیږي چې د طالبانو د حکومتولۍ بنسټونه کمزوري شوي او د ړنګېدو ګواښ یې تر بل هر وخت ډېر شوی دی.
که څه هم طالبان هڅه وکړه چې خپل حکومت باثباته وښيي، خو د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو بحرانونو دوام، د دې ډلې د کمزورتیا نښې څرګندې کړې. په دې راپور کې ۹ نهه هغه عمده فکتورونه څېړل شوي چې د طالبانو د رژیم پر بېثباتي دلالت کوي.
۱. کورني اختلافات او د مشرتابه کړکېچ
طالبان چې په لومړیو کې د یووالي ادعا کوله، اوس د جدي کورنيو اختلافاتو شاهدان دي. د دوی د رهبرۍ په غړیو کې د واک پر سر شخړې، د سیاسي پرېکړو پر سر اختلافات، او د ځینو مشرانو څنډې ته کول، د دې ډلې ثبات ته ژور تاوان رسولی دی.
۲. ژور اقتصادي بحران
د طالبانو له واکمنۍ وروسته، افغانستان له اقتصادي پلوه سخت زیانمن شوی دی. د نړیوالو بندیزونو، د شتمنیو کنګل کېدو، او د بهرنیو مرستو بندېدو له امله د هېواد اقتصاد نږدې سقوط ته رسېدلی. د بېکارۍ کچه لوړه شوې او د خلکو ژوند د بې وزلۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ دی.
۳. نړیوال انزوا او په رسمیت نهپېژندل کېدل
تر درېو کلونو وروسته لاهم هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی. دا مسله، نه یوازې طالبانو ته نړیوالې اقتصادي لارې بندې کړې، بلکې د دوی د حاکمیت پر مشروعیت او دوام یې هم پوښتنې راولاړې کړې دي.
۴. ټولنیز محدودیتونه او د خلکو نارضایتي
طالبانو پر ښځو د زدهکړې او کار بندیز لګولی، د رسنیو ازادي یې سخته محدود کړې، او د ټولنې پر فردي ازادیو یې سخت کنټرول ټینګ کړی. دا پالیسۍ، د افغانانو په پراخه کچه نارضایتي پارولې او د طالبانو د حکومت داخلي ثبات ته یې زیان رسولی دی.
۵. د خلکو زیاتېدونکې اعتراضونه
د طالبانو پر ضد په هېواد او بهر کې مدني اعتراضونه ډېر شوي. ښځو، ځوانانو، او مدني فعالانو د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کوي، چې دا حالت د طالبانو لپاره یو ستر سیاسي او امنیتي سرخوږی جوړ کړی او نړیواله ټولنه نه شي کولی په دې برخه کې د خلکو پر ناخوښيو سترګې پټې کړي.
۶. نا امنۍ او د وسله والو جګړو پراخېدل
په افغانستان کې د طالبانو پر ضد وسلهوال مقاومتونه ډېر شوي. د داعش ډلې د عملیاتو پراخېدل او یو شمېر نورې کورنۍ ډلې، د طالبانو پر ضد نظامي عملیات ترسره کوي، چې د دې ډلې امنیتي ځواکمنتیا ته یې یو جدي خطر پېښ کړی.
۷. د رسنیو محدودیت او د حکومت نهشفافیت
طالبانو خپلواکې رسنۍ سختې محدودې کړې، ژورنالیستان یې تر فشار لاندې راوستي، او د اطلاعاتو د خپرېدو کنټرول یې سخت کړی. دا کار، نه یوازې د طالبانو پر حکومت د خلکو باور کم کړی، بلکې د نړیوالو سازمانونو اندېښنې یې هم زیاتې کړي.
۸. د خلکو ملاتړ کمېدل
طالبانو چې کله واک ته ورسېدل، خلکو ته یې د امنیت او ثبات ژمنې ورکړې، خو د ژمنو پوره نهکول، اقتصادي ستونزې، او ټولنیز محدودیتونه، د دې لامل شوي چې د خلکو ملاتړ ورځ تر بلې کم شي.
۹. له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو ترینګلتیا
طالبان د خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په سیاسي او اقتصادي اړیکو کې له سختو ننګونو سره مخ دي. له ایران، پاکستان، او د مرکزي آسیا له هېوادونو سره یې د سرحدي شخړو زیاتوالی، د دوی سیاسي انزوا نوره هم پراخه کړې.
پایله
د طالبانو حکومت د بېلابېلو ستونزو له امله د سقوط پر لور روان ښکاري. که طالبان خپلو سیاستونو ته بدلون ورنهکړي، د اقتصادي بحران، نړیوال انزوا، داخلي مخالفتونو، او امنیتي ګواښونو له امله به راتلونکی یې له لا زیاتو ننګونو سره مخ شي.