
د غزې د نیولو او ګاونډیو هېوادونو ته د فلسطینیانو د انتقال په برخه کې د دونالد ټرمپ وروستي څرګندونې د نړۍ په کچه پراخ غبرګونونه را پارولي دي. ټرمپ په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې امریکا به پر غزې ولکه ټینګه کړي او د دې سیمې د بیا رغونې مسوولیت به پر غاړه واخلي.
په همدې حال کې، د منځني ختیځ لپاره د ښاغلي ټرمپ ځانګړي استازي سټیون ویتکاف، ویلي چې دا سیمه ښايي د ۱۰ څخه تر ۱۵ کلونو پورې د اوسېدو لپاره مناسبه نهوي.
د ښاغلي ټرمپ دغو څرګندونو پر وړاندې حماس، فلسطیني چارواکي او د سیمې هېوادونه سخت غبرګون ښودلي دي. د حماس یو لوړپوړي چارواکي سامي ابوزهري، د ټرمپ دا څرګندونې، داسې یوه هڅه بللې چې په پایله کې باید فلسطینیان خپل وطن پرېښېدو ته مجبور شي.
همداراز ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور، ټینګار کړی: «غزه د فلسطین یوه برخه ده، او فلسطینیان به هېڅکله خپله خاوره پرېنږدي.»
په نړیواله کچه، اسټرالیا او سعودي عربستان د دې مسئلې پر دیپلوماتیک حل ټینګار کړی او ریاض د فلسطینیانو د جبري بېځایه کولو هر ډول هڅه رد کړې.
په امریکا کې هم، دا طرحه د جمهوريپالو ملاتړ او د ډیموکراتانو سخت مخالفت سره مخ شوې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، له دې نظره دفاع کړې، خو یو شمېر سناتورانو خبرداری ورکړی چې «په غزه کې د امریکا نظامي مداخله به لسګونه کاله جګړه رامنځته کړي.»
دا دویم ځل دی چې ټرمپ د امریکا له خاورې بهر د یو سیمې د نیولو په اړه غوڅ څرګندونې کوي. هغه تر دې وړاندې ویلي وو چې د مکزیک خلیج نوم باید د امریکا خلیج په نوم بدل شي او غواړي چې دا سیمه د امریکا تر واک لاندې راشي.