
اسلام آباد – «طرز پرس» یو افغان کډوال چې په پاکستان کې دریم هېواد ته د بیا مېشتېدو لپاره اوږده موده انتظار کاوه، پرون شپه په اسلام آباد کې په یوه هوټل کې ځان وژنه کړې او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
دغه افغان کډوال، چې «شیر» نومیده او د پنجشیر ولایت اصلي اوسېدونکی و، کاناډا هېواد لپاره د پناه غوښتنلیک وړاندې کړی و؛ خو د غوښتنلیک پروسه د زیات ځنډ له کبله له سختو شرایطو سره مخ شو او په پایله کې یې پرېکړه وکړه چې خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي.
د دغه کډوال نږدې ملګري له طرز پرس سره په خبرو کې د هغه د ځان وژنې خبر تایید کړی دی او ویلې یې دي چې د نوموړي جسد اوسمهال په اسلام آباد کې یو روغتون کې دی.
پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت
په 2021 کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، زرګونه افغان کډوال پاکستان ته پناه وړې دي. دغه کډوال چې د امنیتي ګواښونو له امله خپل هېواد پرېښي، تر اوسه له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي. پاکستان، چې د افغان کډوالو لپاره یو مهم پناه ځای بلل کېږي، په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو پرضد د سختو قوانینو پلي کولو هڅه کړې ده. په 2023 کال کې پاکستان د غیرقانوني کډوالو په وړاندې کمپاین پیل کړ چې له مخې یې ګڼ شمېر افغان کډوال توقیف او بېرته خپلو هېوادونو ته استول شوي دي.
دغه سخت ګامونه، چې د اقتصادي ستونزو، د اقامت محدودیتونو او د اړین خدماتو نشتوالي سره یوځای شوې، افغان کډوالو ته رواني فشار او نورې ډېرې ستونزې پیدا کړي دي.
د مهاجرت د پروسې ځنډ او پر کډوالو یې اغېزې
ډېر افغان کډوال چې په پاکستان کې ژوند کوي، د کاناډا او امریکا په څېر هېوادونو کې د بیا مېشتېدو هیله لري، خو د مهاجرت پروسې ځنډونه هغوی ته د اوږدې مودې لپاره بېسرنوشت پاتې کېدل رامنځته کوي. دغه ځنډونه د کډوالو په منځ کې د ناامیدۍ او رواني ستونزو لامل شوي، چې په ځینو مواردو کې یې د ځان وژنې او نورو جدي رواني اغېزو لامل ګرځېدلي دي.
د بشري حقونو فعالان او کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې ځنډونو دوام کولی شي د افغان کډوالو لپاره د زیاتې ناامیدۍ او بشري بحران سبب شي. نړیوالې ادارې، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR)، څو ځله له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې د مهاجرت پروسه ګړندۍ کړي او د کډوالو لپاره نور ملاتړونه برابره کړي.
د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې د کډوالو پناه ورکونکي هېوادونه لکه کاناډا او امریکا باید خپلې ژمنې جدي واخلي او د مهاجرت پروسه ګړندۍ کړي. هغوی وایي چې د دې پروسې په ځنډولو سره، د افغان کډوالو ژوند ته جدي خطر پېښیږي او دا ممکنه ده چې نور بشري فاجعې رامنځته شي.