
د افغانستان د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې له څلوېښت ورځني ځنډ وروسته، یو شمېر ملکي کارکوونکي د خپل اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن دي. دغو ملکي کارکوونکو طرز پرس ته ویلي، که دا وضعیت دوام وکړي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کول به ورته ناشوني شي، ان د یوې ډوډۍ پیسې پیدا کول به هم ورته ګرانه وي.
د پنځو بیلابیلو دولتي ادارو، لسو تنو ملکي کارکوونکو، طرز پرس ته ویلي چې د دوی یوازینی عاید همدا میاشتنی معاش دی او که د ورکړې په بهیر کې نور هم ځنډ راشي، ژوند یې له ډېرو ستونزو سره مخ کیږي. د پنځم بست کارکوونکی نوروز سبحاني وویل:
«زه خپل میاشتني لګښتونه د معاش پر اساس تنظیموم. که معاش په وخت را نه کړل شي، حتی یوه ډوډۍ هم نشم اخیستی. ژمی دی، هر څه ګران شوي، د کور کرایه لرم چې د میاشتې په پای کې باید ورکړم. زموږ معاش یوازې یو میاشتنی ژوند بس کوي، که یوه ورځ هم ځنډ شي، له ستونزو سره مخ کیږو.»
فرید، چې یو بل دولتي کارکوونکی دی، دا وضعیت داسې تشریح کوي:
«موږ یوازې پر همدې معاش تکیه لرو، بله هیڅ عایداتي سرچینه نه لرو. له دوکاندارانو او نانوایانو څخه قرضدار یو، هرچېرې پورونه راباندې دي.»
د ملکي ادارو لسو تنو کارکوونکو له طرز پرس سره په خبرو کې همدا یوه ستونزه په ډېر جدیت مطرح کړل او ټینګار یې کاوه چې د معاشونو ځنډ دوی ته ډېرې ستونزې پیدا کړي دي؛ خو بل پلو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پنجشنبې په ورځ د دلوې ۱۱مه، اعلان وکړ چې د روانې میاشتې ټول دولتي معاشونه به ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې د هېواد بودیجه داخلي سرچینې لري او د بهرنیو مرستو بندیدل پرې کوم اغیز نه کوي.
همداراز، د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري پرون د جمعې په ورځ ومنله چې د تخنیکي ستونزو له امله د معاشونو ورکولو پروسه ځنډېدلې. هغه همداراز د افغانیو د ارزښت د بدلون او د ځینو نړیوالو موسسو د فعالیتونو د بندیدو خبره هم تایید کړه، خو دا یې یو عادي اقتصادي حالت وباله.
د معاشونو دغه ځنډ په داسې حال کې رامنځته شوی چې ډېری افغان کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دا وضعیت د ملکي کارکوونکو د ژوند په اړه پراخې اندېښنې راپارولې دي. له بلې خوا، د امریکا متحده ایالاتو پریکړه کړې چې له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي او ظاهراً داسې ښکاري چې د دغو مرستو بندیدل د طالبانو اقتصادي بنسټونه لړزولي دي.