
د امریکا د ملي استخباراتو د ریاست لپاره د ډونالډ ټرمپ نوماندې، تولسي ګبارد، د خپلې تاییدۍ غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې القاعده او داعش لا هم امریکا لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي او پخوانیو امریکايي حکومتونو د دغو ډلو خطر ته لازم پام نه دی کړی.
ګبارد وویل، هیات تحریر الشام (HTS)، چې د القاعدې یوه څانګه ده، اوس د سوریې پراخې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او مشري یې د یو "اسلامپاله جهادي" په لاس کې ده. هغې د امریکا پخوانيو مشرانو پر ضد کلک دریځ ونیو او زیاته یې کړه:
«"زه اسد، قذافي یا کوم بل دیکتاتور ته هېڅ لېوالتیا نه لرم. زه یوازې له القاعدې کرکه لرم. زه نه شم زغملای چې زموږ مشران له اسلامي سخت دریځو سره نږدې اړیکې جوړوي او هغوی یواځې د "اورپکي" په نوم یادوي.»
د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې هم ګنې ترهګریزې شبکې فعالې دي، چې القاعده، داعش-خراسان څانګه، تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د ترکستان ختیځ اسلامي غورځنګ پکې شامل دي. راپور زیاتوي چې القاعده اوس مهال په افغانستان کې پراخ امکانات او پوځي روزنیز مرکزونه لري، چې دا وضعیت نړیوالو ته اندېښنې لا پسې زیاتې کړي دي.
خو طالبان دغه راپور بېبنسټه بللی او ادعا یې کړې چې داعش په افغانستان کې ماته خوړلې او د ځينو استخباراتي کړيو پر مټ پاکستان ته انتقال شوي دي او له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه تنظیموي. دوی دا هم ردوي چې القاعده دې په افغانستان کې حضور ولري. له دې سره، یو شمېر امنیتي سرچینې وايي چې د القاعده مشري اوس مهال په ایران کې مېشته ده او له هغه ځایه خپل فعالیتونه په ځانګړي ډول خپل د جنګیالیو د انسجام په برخه کې پیل کړي دي.