
افغانستان په ورستیو کلونوکې له سختو بشري او اقتصادي بحرانونو سره مخ شوی، چې اوس د نړیوالو مرستو د کمښت له امله دا ستونزه لا پسې ډېره شوې ده. د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو وروسته، افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو بهیر راکم شول او دا وضعیت په هېواد کې لوږه، خوارځواکۍ او اقتصادي ستونزې تر پخوا څو چنده ډېرې کړې.
په دې لړ کې، د امریکا لهخوا د ۲۰۲۴ کال لپاره د بشري مرستو ځنډول، د افغانستان پر اوسني وضعیت مستقیم اغېز کړی. د طالبانو د اقتصاد وزارت وایي، چې د دې پرېکړې له امله، ۵۰ خیریه او بشري موسسې، چې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) مالي ملاتړ په زور چلېدل، اوس په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي. دا موسسې د عامې روغتیا، زدهکړې، ماینپاکۍ او بشري خدماتو په برخو کې فعالې وې، چې د ګڼو اړمنو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو کې یې اساسي رول درلود.
امریکا، چې افغانستان ته د نړیوالو مرستو تر ټولو لوی تمویلونکی هېواد ګڼل کېږي، اوس یې اعلان کړی، چې خپلې نړیوالې بشري مرستې، د افغانستان په ګډون په ځينو هېوادونو کې ځنډوي. که څه هم امریکایي چارواکو ویلي، چې «حیاتي» او «خوراکي» مرستې به له دې بندیز څخه مستثنا وي، خو لا معلومه نهده چې افغانستان به هم د دې معافیت برخه وي او که نه.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د څانګې مشر، شیائو-وی لي، وایي، د نړیوالو مرستو د کمښت له امله، شاوخوا ۷.۵ میلیونه افغانان د خوراکي مرستو له ترلاسه کولو بېبرخې شوي. دا وضعیت د دې لامل شوی، چې میلیونونه افغانان د ژمي په اوږدو کې له سختو ستونزو سره مخ شي، او ډېرې کورنۍ د خوراکي توکو د شدید کمښت له امله یوازې محدود خواړه ولري.
سربېره پر دې، خوارځواکي اوس مهال د افغانستان یوه جدي روغتیایي ننګونه بلل کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) راپور ورکړی، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به ۳.۵ میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله بیړنیو طبي خدماتو ته اړتیا ولري.
د نړیوالو مرستو کمېدل د افغانیو د ارزښت کمښت، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو، او د اقتصادي بېثباتۍ لامل شوی. د دې وضعیت د مهارولو لپاره، د طالبانو حکومت هڅه کړې، چې د ډالرو د پلور او د توکو د قیمتونو د کنټرول له لارې د بازار ثبات خوندي کړي، خو د اوږدمهاله حللارو امکانات محدود دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تر ۲۰۲۵ کال پورې به ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړي، او لږ تر لږه ۱۵ میلیونه وګړي به د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخ وي. دا وضعیت ښيي، چې د افغانستان بشري بحران د نړېوالې ټولنې بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.
په اوسني وضعیت کې، نړیوالې بشري مرستې د افغانانو د بقا لپاره حیاتي رول لري. د دغو مرستو کمېدل یا بندېدل نه یوازې د فقر، لوږې او خوارځواکۍ کچه لوړوي، بلکې د بشري ناورین د لا پراخېدو لامل کېدای شي. په ځانګړي ډول، باید د ښځو او ماشومانو اړتیاوو ته جدي پاملرنه وشي، ترڅو د ناوړه پایلو مخه ونیول شي او د میلیونونو افغانانو ژوند وژغورل شي.