د واشنګټن او طالبانو د اړیکو بیا کتنه؛ له پارونکو ادبیاتو تر مستقیمو ګواښونو

آصف ندیم

طرز پرس

9 دلو 1403

skynews-pete-hegseth-committee_6799072.jpg

د امریکا متحده ایالاتو وروستیو دیپلوماتیکو او سیاسي اقداماتو ته په کتو، دا جوته کیږي چې دغه هېواد طالبانو پر وړاندې خپل دریځ له پخوا ډېر سخت کړی دی. د دفاع وزیر پیت هګسټ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تازه ګواښونکې څرګندونې د دې ښکارندویي کوي چې واشنګټن غواړي د افغانستان په اړه خپلې تګلارې بیاځلي وڅېړي او په ترڅ کې یې پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

د قربانیانو یاد او د سیاسي پیغامونو ژورتیا

پیت هګسټ په خپل لومړۍ کاري ورځ د هغه امریکایي سرتیري یادونه وکړه چې په افغانستان کې وژل شوی و. نوموړي وویل، د هغه د لاسبند ورسره دی او د یوې سمبولیکې ژمنې په توګه یې له ځانه سره ګرځوي چې د نوموړي په وینا، د قربانیانو د ارزښت او د امریکا د مسوولیتونو پر دوام ټینګار کوي. دا عمل د دې ښکارندوی دی چې متحده ایالات د طالبانو په وړاندې خپل سیاسي او اخلاقي دریځ لا جدي نیولی دی.

نوې او توندې څرګندونې

مارکو روبیو د طالبانو د مشرانو د څارلو او د هغوی لپاره د «اسامه بن لادن» په پرتله د لوړو جایزو د ټاکلو خبرې کړې. سربېره پر دې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ژمنه کړې چې له طالبانو څخه ټول نظامي تجهیزات بېرته ترلاسه کوي. دا څرګندونې د دې ښودنه کوي چې واشنګټن غواړي طالبان د نړیوال فشار او پوځي ګواښونو په زور خپلو پالیسو ته اړ کړي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا له‌خوا د مالي مرستو ځنډول او د نړیوالې محکمې له‌خوا د طالبانو د مشرانو د نیولو پرېکړه د نړیوالو فشارونو د پراخېدو تازه بېلګې دي. دا اقدامات د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو پراخو سرغړونو، په ځانګړي ډول د ښځو پر زده کړو بندیز پر وړاندې د نړیوالې ټولنې غبرګون او جدیت په ډاګه کوي.

امنیتي اندېښنې او نړیوالې اړیکې

په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو ډېرېدل د طالبانو واکمني له نویو ستونزو سره مخ کړې ده. په ورته وخت کې، د طالبانو او القاعدې ترمنځ د اړیکو په اړه د امریکا او ملګرو ملتونو تورونه د دې ډلې نړیوال حیثیت لا کمزوری کوي. له دې سربېره، د طالبانو نږدې اړیکې له ایران او روسیې سره، چې د امریکا مخالف هېوادونه ګڼل کېږي، د واشنګټن او طالبانو اړیکې لا کړکېچنې کړې دي.

د طالبانو غبرګون او داخلي اختلافات

په داسې حال کې چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د نړیوالو ګواښونو پر وړاندې یو څه بې پروا څرګندونې کړي او پرته له کوم منطقي ځواب یې ویلي چې د « غرب او شرق» ګواښونو ته نه تم کیږي، خو بل لور ته د دې ډلې ځینې مشران هڅه کوي منځلاري دریځ ونیسي. په اسلام آباد کې د طالبانو د پخواني رژیم سفیر، عبدالسلام ضعیف وړاندیز کړی چې د ښځو د زده‌کړې ستونزه دې د دیني عالمانو د غونډې له لارې حل شي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، عباس ستانکزي بیا پر دې ټینګار کړی چې طالبان باید د ښځو د زده‌کړې موضوع ومني ترڅو له ډېر انزوا او بحران څخه ځانونه وژغوري. د ستانکزي دا هغه څرګندونې دي چې د ملاهبت الله غصه یې وپاروله او ښاغلی ستانکزی مجبور شو چې دوبۍ ته وښتې او هلته اوس په تبعید کې شپې او ورځې تېروي.

د امریکا د ورستیو تګلارو اغېزې 

د امریکا له‌خوا د طالبانو په وړاندې د دریځ بدلون ښيي چې واشنګټن غواړي د دې ډلې واکمني لا زیاته منزوي کړي. که څه هم دا فشارونه ښايي طالبان اړ کړي چې خپلې پالیسۍ ته بیا کتنه وکړي، خو د دې احتمال هم شته چې ان په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوې هوکله هم تر خپل اغیز راولي.

ظاهراً د امریکا د نوې تګلارې موخه د طالبانو نړیواله انزوا او پر کورنیو چارو یې فشار زیاتول دي. دا اقدامات نه یوازې طالبان له نویو ننګونو سره مخ کوي، بلکه د طالبانو د واکمنۍ بقا ته هم په جدي ډول یو ګواښ ګنل کیږي.