
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، خپل لومړی رسمي سفر کابل ته ترسره کړ. دغه سفر د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو لپاره د پام وړ ارزښت لري. ایران او افغانستان، چې د ۱۰۰۰ کیلومتره اوږده ګډه پوله او تاریخي، کلتوري او سوداګریزې اړیکې لري، اوس مهال د چټکو بدلونونو او فرصتونو په درشل کې دي.
افغانستان له ۲۰۲۱ وروسته؛ سیاسي بدلونونه او پېچلتیاوې
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، افغانستان له بېساري ننګونو سره مخ دی. په ۲۰۲۴ کې، د داعش لخوا د امنیتي ګواښونو شدت ډېر شو. طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو هڅه کړې او دوی ته د نړیوالې ټولنې لخوا د یو شمېر سفارتونو منل یې ښکاره بېلګي دي؛ خو بل پلو له پاکستان سره سرحدي ترینګلتیاوې او د لوړپوړو چارواکو پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو دوام، د هېواد داخلي وضعیت لا پېچلی کړی دی.
اقتصادي همکاري؛ د دواړو هېوادونو لپاره مهمه موقع
سره له دې چې افغانستان د امنیتي او سیاسي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، خو له ایران سره اقتصادي همکارۍ د ثبات او پرمختګ لپاره مهم ګڼل کېږي. ایران د دوغارون سرحد په اقتصادي ځانګړې سیمه بدلولو سره د سوداګرۍ پراختیا لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د چابهار بندر، چې د سیمې یو مهم سوداګریز مرکز دی، د افغانستان لپاره نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي مهمه لار برابره کړې ده. دغه بندر، چې افغانستان ته د آزادو اوبو لاره برابروي، د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته د زیاتېدو لویه هیله ورکوي.
د سوداګرۍ وده؛ د اړیکو اقتصادي اړخ
د ایران او افغانستان د سوداګریزو تبادلو کچه په ۲۰۲۴ کې درې میلیارد ډالرو ته ورسېده، چې د ۲۰۲۳ په پرتله ۸۴ سلنه زیاتوالی ښيي. د سوداګرۍ لویې برخې په تېلو، خوراکي توکو، ساختماني موادو او کرنیزو محصولاتو باندې متمرکزې دي.
همدارنګه، د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د بشپړېدو پروژه د ایران د اوسپنې پټلۍ سره د افغانستان د نښلولو لپاره مهم پرمختګ دی. دا پروژه د افغانستان سوداګرو ته نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي اسانتیا برابروي.
د اوبو حق؛ یوه لانجمنه موضوع
د هلمند په سیند کې د ایران د اوبو حق د تهران او کابل په اړیکو کې یو حساس او مهم ټکی پاتې دی. ایران څو ځله د طالبانو له حکومت څخه د اوبو د تړون د عملي کېدو غوښتنه کړې. د بندونو جوړول او ځنډ په دې برخه کې دغه موضوع له یوه ساده اختلاف څخه د جیوپولیټیک وسیلې په یوه حساسه ټکی بدل شوې ده.
کابل ته د عراقچي د سفر موخې
عباس عراقچي د خپل سفر پر مهال د اقتصادي او امنیتي همکاریو پراختیا باندې تمرکز درلود. د افغانستان په اړه د سیمهییزې غونډې جوړول، چې د ایران، چین، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون ترسره شوه، د سیمې په سیاست کې د ایران فعاله ونډه په ډاګه کوي.
د راتلونکي لپاره لیدلوری
ایران او افغانستان که څه هم له ګڼو ننګونو سره مخ دي، خو د ګډو همکاریو لپاره پراخ فرصتونه لري. د سوداګریزو تبادلو د کچې د پنځه میلیارد ډالرو ته رسېدو لپاره اوږدمهاله پلانونه، د اوسپنې پټلۍ د پراختیا او سرحدي اقتصادي سیمو جوړول د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د لاپراختیا لپاره مهم دي.
کابل ته د عراقچي سفر په داسې وخت کې ترسره شو چې دواړه هېوادونه د اړیکو په یو حساس پړاو کې دي. د دې سفر هدف د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او د شته ننګونو پر وړاندې د ګډو فرصتونو څخه ګټه اخیستل دي. د متوازن او متقابل احترام په اساس، دواړه هېوادونه کولای شي د خپلو اړیکو د لاپیاوړتیا لپاره نوې لارې پرانیزي.