
د زدهکړې نړیواله ورځ یوه مهمه موقع ده چې د تعلیم پر اهمیت او په ځانګړي ډول د تعلیم په برخه کې د افغانو ښځو او نجونو برابرو حقونو ته تم شو؛ خو په افغانستان کې دا ورځ له یوه سترې ننګونې سره مخ ده. دا ځکه چې افغانې نجونې اوس هم د زدهکړو له بنسټیزو حقونو څخه محرومې دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دې ډلې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه وضع کړي دي چې یو له دغو محدودیتونو څخه د نجونو پر زدهکړې بندیز دی، په ځانګړې توګه د شپږم ټولګي نه پورته د تحصیل اجازه نه ورکول کیږي او پوهنتونونه یې هم ورته تړل شوي دي.
۱. طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو بندیز
طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازې غیر شرعي، غیر انساني او د بشر له حقونو څخه په ښکاره سرغړونه ده بلکې د نړیوالو اصولو پر ضد هم دی چې په هغه کې د جنسیت، نژاد او مذهب پر بنسټ د ټولو انسانانو لپاره برابر زدهکړې ته لاسرسی تضمین شوی دی.
۲. له زدهکړو محرومیت او ټولنیزې اغېزې
له زدهکړو څخه محرومیت د افغان نجونو لپاره یوازې د زدهکړې ستونزه نه ده، بلکې ټولنیزې، رواني، او اقتصادي اغېزې هم لري چې د ټولنې په عمومي پرمختګ منفي اغېزې لري. دې محرومیتونو کې د جنسیتي توپیر زیاتوالی، د رواني ستونزو ډېرېدل او د وخت نه مخکې ودونو او د بې وزلۍ زیاتوالی شامل دي.
۳. د اقتصادي اغېزو پراختیا
د طالبانو له خوا د ښځو پر زدهکړو بندیزونه نه یوازې د فردي پرمختګ مخه نیسي، بلکې اقتصادي اغېزې هم لري. ښځې د افغانستان د نفوس نیمه برخه جوړوي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې لوی رول لري. د دې ډلو په اړه د زدهکړې محرومیت، د کورنیو عایداتو کموالی، د بیکارۍ زیاتوالی او د بې وزلۍ پراختیا ته لاره هواروي.
۴. حل لارې
د دې بحران د حل لپاره باید څو اړخیزې او ټولنیزې هڅې وشي. دا هڅې باید د نړیوالې ټولنې له فشار، آنلاین زدهکړې ته وده ورکولو، د کورنیو د پوهې لوړولو او د نجونو لپاره د خوندي تعلیمي مرکزونو جوړولو په لور متمرکز وي.
د افغانو نجونو له زدهکړې څخه محرومیت نه یوازې د بشر له حقونو سرغړونه ده، بلکې د ټولنیز، اقتصادي، او کلتوري پرمختګ د خنډونو رامنځته کولو لامل هم ګرځي. د دې ستونزې د حل لپاره د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو بنسټونو ګډه همکاري ضروري ده، څو افغانې نجونې په یوه روښانه راتلونکې کې ژوند وکړي.