
نړیوالې جنایي محکمې (ICC) د طالبانو د مشر، هبتالله آخندزاده، او د دې ډلې د قاضيالقضات، عبدالحکیم حقاني، د نیولو رسمي غوښتنه کړې ده. د طالبانو مشر او قاضی القضات دواړه د بشر ضد په جنایتونو تورن دي چې له بنسټیزو آزادیو څخه د افغانانو محرومول او د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تاوتریخوالی په کې شامل دي.
د نړیوالې جنایي محکمې لوی څارنوال، کریم خان، ویلي: «شواهد ښيي چې دغه مشران په جنایتونو کې مستقیم لاس لري، لکه د نجونو د تعلیم بندیز، د ښځو پر ژوند سخت محدودیتونه، جبري ودونه، او د معترضینو ځپل.»
د دې پرېکړې اعلان په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه پارولي دي. د بشري حقونو بنسټونه، په ځانګړې توګه د ښځو فعالین، دا ګام د عدالت په لور یو مهم پرمختګ بولي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو شنونکي وايي چې دا پرېکړه د طالبانو پر سیاسي مشروعیت نړیوال فشار زیاتوي. سره له دې چې د دې حکم عملي کول له ننګونو سره مخ دی، خو د شنونکو په باور، دا پرېکړه د عدالت پلي کولو لپاره یوه هيله بښونکې هڅه ده.