ټرمپ: د مصنوعي زیرکتیا په برخه کې د ۵۰۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت پانګونه کوو

طرز پرس

3 دلو 1403

201205212306-02-trump-rally-georgia-1205.jpg

د امریکا نوی ولسمشر دونالډ ټرمپ، د مصنوعي زیرکتیا په برخه کې د ۵۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د پانګونې اعلان کړی دی. دغه پروژه چې «سټارګېټ» نومول شوې، د ټرمپ په وینا د دې ټکنالوژۍ په تاریخ کې تر ټولو ستره پروژه به وي.

ټرمپ دا پروژه د تکنالوژۍ په برخه کې درېیو لویو شرکتونو د اجرائیه مدیرانو په حضور کې اعلان کړ او زیاته یې کړه چې د دې پروژې ټول بودیجه به خصوصي سکټور تمویل کړي. هغه وویل، دغه پروژه به په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۱۰۰ زره نوې دندې رامنځته کړي.

سټارګېټ پروژه د مصنوعي زیرکتیا د پرمختللو زېربناوو او د ستراتیژیکو معلوماتي مرکزونو د پراختیا لپاره یوه پراخه تګلاره بلل کیږي. ټرمپ ټینګار وکړ چې دغه پروژه به نه یوازې د امریکا اقتصاد پیاوړی کړي، بلکې د مصنوعي زیرکتیا په برخه کې به متحده ایالات تر بل هر هېواد مخکښ او برلاسی کړي.

د "اوپن‌اې‌ای" اجرائیه رئیس او د «چټ‌جي‌پي‌ټي» نوښتګر، سام آلټمن، هم په دې مراسم کې وویل چې د مصنوعي زیرکتیا ټکنالوژي کولی شي د ناروغیو په درملنه کې یو انقلاب رامنځته کړي. هغه زیاته کړه چې دا ټکنالوژي به هر ډول ناروغۍ په بې‌ساري چټکتیا سره وپېژني او درملنه به یې وکړي.