
د منځني ختیځ وروستي بدلونونه او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو په ترڅ کې، اوس داسې ښکاري چې د دیپلوماتیکو حل لارو لپاره هیلې کمرنګې شوې دي. د العربیه د انګلیسي څانګې د راپور له مخې او د لوړو پوړو اروپايي تحلیلګرانو او ډیپلوماتانو په وینا، اوس د اسراييل له لوري د ایران پر اټومي تأسیساتو د مستقیم پوځي اقدام، امکان، تر بل هر وخت زیات شوی دی.
یو لوړپوړي اروپايي ډیپلومات، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، العربیه ته ویلي چې د منځني ختیځ وروستیو بدلونونو په ترڅ کې اسرائیل د ایران پر وړاندې د برید پرېکړه وروستۍ کړې ده. دغه ډیپلومات ټینګار کړی چې پر ایران د اسرایيل احتمالي برید ډېر ژر نهدی، خو یادونه یې کړې چې ځینې اروپايي هېوادونه د ټرمپ له ادارې سره پټې خبرې اترې پیل کړي دي، ترڅو د دیپلوماتیکې لارې یا بل بدیل لپاره یو فرصت ومومي او د ایران له اټومي پروګرام څخه مخنیوی وشي.
دا څرګندونې په داسې حال کې روان دي چې له ټاکنو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د احتمالي برید خبره نه ده رد کړې، بل پلو، شنونکي باور لري چې د ټرمپ څرګندونې د واشنګټن له لوري پر تهران د زیات فشار راوړولو یوه برخه ده چې د پټې دیپلوماسۍ او پوځي ځواک څرګندولو له لارې پر مخ بیول کېږي.