د افغان کډوالو نامعلوم برخلیک: د ۳۶ هېوادونو په کمپونو کې ژوند او د امریکا د ژمنو انتظار

حامیه نادري

طرز پرس

29 جدی 1403

UMCOR_UMCOR_Grant_Helps_Church_World_Service_Support_Afghan_Allies_500x300.png

ګارډین په یوه نوي راپور کې د هغو زرګونو افغانانو نامعلوم برخلیک څرګند کړی چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته له افغانستان څخه وتلي دي. دغه افغانان چې د امریکا په مرسته ایستل شوي، اوس لږ تر لږه د ۳۶ هېوادونو په کمپونو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

راپور ښیي چې ډېری افغانان په کمپونو کې چې د زندان په څېر دي، له بدو شرایطو سره مخ دي. د دوی برخلیک لاهم د مهاجرت د ستونزمنو اداري پروسو له امله ناڅرګند دی او معلومه نه ده چې کله به امریکا ته ولېږدول شي. ګارډین په خپل راپور کې لیکلي چې افغانان د کورنۍ د جلاوالي، روغتیايي ستونزو او د جبري ستنولو له وېرې کړېږي.

په دې کمپونو کې لږ تر لږه ۲۸۳۴ افغانان تر اپرېل ۲۰۲۳ پورې شتون درلود. د بشري حقونو فعالان د دې خلکو د بشري حقونو لپاره د لا شفافیت او د ستونزو د ژر حل غوښتنه کوي. بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا ته د افغان کډوالو د بیا راوستلو هڅې روانې دي، خو دا په داسې حال کې دي چې لا هم زرګونه افغانان په همدې موخه له افغانستان څخه بهر د کډوالو لپاره په ځانګړي کمپونو کې له نامعلوم برخلیک نالښت کوي.