طالبان او هیئت تحریر شام؛ دوه اسلامپالې ډلې خو جلا لارې

حامیه نادري

طرز پرس

4 جدی 1403

Artboard 1.jpg

په سوریه کې وروستي تحولات، پر دمشق د هیئت تحریر شام واکمنېدل او بیا په رسمي لباس کې د دې ډلې د مشر احمد شرع څرګندېدل، د خلکو پام ځان ته اړولی دی. دغه بریا چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له ورته تجربې سره پرتله کېږي، دا پوښتنه راپورته کړې چې دا دوه ډلې په ایدیولوژي، کړنو او حکومتولۍ کې څه توپیر لري.؟ سره له دې چې دواړه ډلې بنسټپالې اسلامي ایدیولوژۍ لري؛ خو د مدیریت، تګلارو، له نړیوالې ټولنې سره تعامل او د ټولنیزو موضوعاتو په اړه چلند کې څرګند توپیرونه موجود دي.

ملا هبت‌الله او احمد شرع د اسلامپالو ډلو دوه بېلابېل لیدلوري وړاندې کوي. د ملا هبت‌الله سختدریځ سیاستونه د دې لامل شول چې افغانستان یو ژور انزوا خواته ولاړ شي، په داسې حال کې چې احمد شرع په خپلې هوښیارۍ او نرمې تګلارې سره توانېدلی چې سوریه په نړیواله کچه مطرح کړي او له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته زمینه سازي وکړي.

پر هېوادونو واکمنېدل

طالبانو او د هیئت تحریر شام ډلې په لنډه موده کې واک ته ورسېدل. طالبان په ۲۰۲۱ کال کې په ۱۱ ورځو کې کابل ونیو، او هیئت تحریر شام په ۲۰۲۴ کال کې په ۱۲ ورځو کې وتوانېدل چې دمشق تر خپل کنټرول لاندې راولي. په دواړو پېښو کې د وخت ولسمشران (اشرف غني او بشار اسد) له خپلې دندې وتښتېدل. دغه ورته والی د طالبانو ځینو پلویانو لپاره د جهادي بریالیتوب نښه ګڼل کېږي.

ګډ ایدیولوژي، خو جلا لارې

طالبان او هیئت تحریر شام د بنسټپالې اسلامي ایدیولوژۍ پیروان دي او د «اسلامي حکومت» د جوړولو لپاره په شریعت او جهاد ټینګار کوي. خو د دې ایدیولوژۍ پلي کول په مختلفو ټولنیزو او سیاسي شرایطو کې توپیر لري.

طالبان: واک ته له رسېدو وروسته، پر ښځو، زده‌کړې او مدني حقونو سخت محدودیتونه ولګول. ان د ښځو وزارت یې لغوه کړ.
احمد شرع: برعکس، اعلان کړی چې سوریه به په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په څېر نه کړي. هغه په مرکو کې ویلي چې د ښځو له زده‌کړې سره مخالفت نه لري، او د هیئت تحریر شام تر کنټرول لاندې سیمو کې ښځې او نجونې زده‌کړو ته لاسرسی لري.

د ملا هبت الله کورنۍ سیاست: د طالبانو سخت دریځ سیاستونه، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، زده‌کړې او مدني ازادیو په برخه کې نه یوازې کورنۍ ستونزې یې پیدا کړي، بلکه په نړیواله کچه افغانستان یې منزوي کړی دی.
د احمد شرع کورنۍ سیاست: د ښځو د زده‌کړې منل او د ټولنیزو فعالیتونو لپاره د نسبي فضا برابرول، په سوریه کې د خلکو ترمنځ د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ګټور تمام شوي دي.

د ملا هبت الله بهرنی سیاست: د طالبانو سختدریځې تګلارې او له نړیوالو معیارونو سره د همغږي نه لرل، افغانستان سیاسي او اقتصادي انزوا ته ورداخل کړ. تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د احمد شرع بهرنی سیاست: احمد شرع برعکس، له نرم او زیرکانه تګلارې سره یې هڅه کړې، ترڅو سوریه له نړیوال انزوا راوباسي. هغه حتی په تلویزیوني مرکو کې ګډون کوي، ترڅو د خپل ځان او هیئت تحریر شام لپاره یو ښه تصویر نړیوالو ته وړاندې کړي.

د قدرت جوړښت:

طالبان: د طالبانو د قدرت جوړښت تر ډېره نارینه‌محور دی. مشران یې اکثراً مذهبي شخصیتونه دي، چې ډېری یې له لوړو زده‌کړو پرته یوازې د جهادي سوابق لرونکي دي.

هیئت تحریر شام: برعکس، دوی په لوړو زده‌کړو او تخصص ټینګار کړی دی. د بېلګې په توګه، د ښځو د چارو مشرې، عایشه الدبس، نه یوازې تحصیل‌کړې ده، بلکې د بشري حقونو فعالیتونه یې هم ترسره کړي دي.

له نړیوالې ټولنې سره تعامل:

طالبان: له واک ترلاسه کولو وروسته، په تدریجي ډول منزوي شول. د ښځو د حقونو او مدني ازادیو په برخه کې د دوی سخت سیاستونه د دې لامل شوي چې هېڅ هېواد یې حکومت په رسمیت ونه پېژني.

هیئت تحریر شام: الشرع هڅه کړې چې د نرم دریځ پرمټ، د خپل ځان او ډلې پر وړاندې انګېرنې مثبت لوري ته بوځي. احمد شرع په خپلو مرکو کې هم هڅه کړې چې نړۍ ته مثبت پیغامونه ورسوي او طالبانو په څېر هرڅه یې پر شریعت نه دی تپلی.

پایله

سره له دې چې هیئت تحریر شام تر دې دمه هڅه کړې چې له ځانه یو جلا تصویر وړاندې کړی، خو کارپوهان وايي لا هم د دې ډلې د حکومت‌ولۍ راتلونکی اټکل کول ستونزمن دي. له بشري حقونو، مدني ازادیو او ټولنیزو موضوعاتو سره د دوی چلند به د یوې سترې ازموینې په توګه پاتې شي.

په ټوله کې، سره له دې چې طالبان او هیئت تحریر شام ایدیولوژیک مشترکات لري، خو د دوی عمل، ټولنیزو او سیاسي مسایلو په اړه د دوی چلند په پشپړ ډول توپیر لري. دا توپیرونه نه یوازې د دواړو هېوادونو د جغرافیایي او ټولنیزو شرایطو له امله دي، بلکې د مشرانو د مدیریت په سبک او سیاسي لیدلورو کې هم ریښه لري.