
د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ، اعلان کړی چې ډېر ژر به د اوکراین د کړکېچ پای ته رسولو لپاره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
ټرمپ په اریزونا کې یوې غونډې ته وویل: «پوتین غوښتنه کړې چې ژر تر ژره له ما سره وګوري. موږ دا فرصت غنیمت ګڼو چې د اوکراین جګړې ته د پای ټکی کېږدو.»
هغه د اوکراین پر جګړې سختې نیوکې وکړې او دا یې یوه «ورانوونکې» جګړه وبلله. ټرمپ څرګنده کړه چې که هغه ولسمشر وای، دا جګړه به هیڅکله نه وه پېل شوې.
ټرمپ د خپل وینا په ترڅ کې هغو لومړیتوبونو په اړه وضاحت وکړ چې وايي د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې به یې عملي کړي. هغه ژمنه وکړه چې دا دوره به «طلایي وخت» وي او اړین اصلاحات به ډېر ژر پلي کړي.
ښاغلي ټرمپ ټینګار وکړ: «زه به د اوکراین جګړه ودرووم، د منځني ختیځ بېثباتي به پای ته ورسوم او د درېیمې نړیوالې جګړې مخه به ونیسم. دا هغه ژمنې دي چې ما د امریکا له خلکو سره کړې.»
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم له ټرمپ سره د خبرو اترو لپاره چمتووالی ښودلی و. پوتین ویلي و که واشنګټن علاقه ولري، دی هم د اوکراین په اړه مذاکراتو لپاره تیار دی.