تازه، د احمد شرع په مشرۍ هیئت تحریر شام خپل لومړنی د بهرنیو چارو وزیر معرفي کړ، چې په دې توګه یې په سوریه کې د حکومتي جوړښتونو د رامنځته کولو هڅې ښکاره کړې. اسعد حسن الشیبانی، چې د هیئت له لوري د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی، د انګلیسي ژبې او ادبیاتو او د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په برخه کې له لوړو علمي وړتیاوو برخمن دی. دغه ټاکنه د هیئت تحریر شام د راتلونکي سیاسي او ډیپلوماتیک چلند په اړه نړیوالې ټولنې ته یو روښانه پیغام ورکوي.
د دولت جوړونې پر لور ګام
د هیئت تحریر شام مشر، احمد شرع، له دې پرېکړې سره څرګنده کړې چې دغه ډله نه یوازې د نظامي ځواک په توګه، بلکې د سوریې د راتلونکي سیاسي لوبغاړي په توګه خپل دریځ ټینګوي. شرع، چې ستراتیژي یې پر دقیقو او مدبرانه انتخابونو ولاړه ده، دغه اقدام د حکومتي جوړښتونو د رامنځته کولو او د هېواد د اداره کولو لپاره د چمتووالي لومړنی عملي ګام ګڼلی دی.
وړتیا او تجربه؛ یو حسابشوی انتخاب
اسعد حسن شیبانی چې د بشري علومو او نړیوالو اړیکو په برخو کې لوړې زدهکړې لري، کولی شي د هیئت تحریر شام لپاره په نړیوال ډګر کې یو اغېزناک استازی وي. د داسې یوه شخصیت معرفي، د یوې داسې ډلې له خوا چې مخکې یې ډېر نظامي اقدامات ترسره کړي، د دغې ډلې په موخو او ستراتیژیو کې ژور بدلونونه په ډاګه کوي.
د هیئت تحریر شام راتلونکی لید
هیئت تحریر شام له دې اقدام سره هڅه کوي چې په سوریه کې دننه او بهر خپل مشروعیت قوي کړي. خو په دې لار کې ګڼې ستونزې شته. د نورو ډلو مخالفت، د پراخ نړیوال ملاتړ نشتوالی، او د دغې ډلې د ایډیولوژیکو پایلو په اړه اندېښنې هغه خنډونه دي چې د هیئت تحریر شام د دولت جوړونې په وړاندې پرتې دي.
په داسې حال کې چې دا اقدام د دغې ډلې د حکومتي وړتیا د ثابتولو لپاره یوه هڅه بلل کېدای شي، خو اصلي پوښتنه دا ده چې ایا نړیواله ټولنه چمتو ده چې هیئت تحریر شام په سوریه کې د یو مشروع سیاسي ځواک په توګه ومني او که نه؟ د دې سیاسي پروژې راتلونکی په دې اړه لري چې هیئت تحریر شام څومره توانیدلی شي کورنی او نړیوال باور ترلاسه کړي او د سوریې پېچلي بحرانونه کنټرول کړي.