سوریه د انځور په روایت؛ ښځو ته د آزادۍ پیغام، نوی فصل پرانست

فوزیه محمدي

طرز پرس

21 قوس 1403

GePqi-EXMAEuNnn.jpg

د ښځو د آزادۍ او له بشري حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د مخالفو وسله‌والو د مشر احمد شرع وروستی پیغام په پراخ ډول د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

احمد شرع په افراطي ډلو کې پیچلی تاریخ لري؛ خو په دې وروستیو کې وویل، د داسې اسلامي حکومت د جوړولو هڅه کوي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي. اوس د «هیئت تحریر الشام» پورې اړوندو سیمو کې ځینې مثبت بدلونونه رامنځته شوي، لکه د ښځو لپاره د سختو محدودیتونو کمول. د بېلګې په توګه، هغه ډلې چې ښځې یې د بشپړ حجاب اغوستلو ته اړ کولو، نور فعال نه دي او هغه سخت قوانین چې ښځو ته یې د سګرټ څکولو اجازه نه ورکوله، اوس لغو شوي دي.

په دې وروستیو کې، د یو جنګيالي او یوې ښځې انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوې. د ټولنیزو شبکو فعالینو د احمد شرع د هغه وروستي اقدام ستاینه کړې چې ښځو ته یې ازادي په پام کې نیولی دی. احمد شرع په خپل لومړي فرمان کې اعلان وکړ چې د ښځو په ظاهر او لباس هر ډول مداخله منع دي. نوموړي وویل، د ښځو حقونو ته درناوی، د یوه متمدن ټولنې اساسات جوړوي.

که څه هم د بشري حقونو ډېریو فعالان دغه اقدامات مثبت گڼي، خو ځینې باور لري چې لاهم ډیری ستونزې پاتې دي او باید د ښځو د شرایطو او ژوند ښه کولو لپاره نور بدلونونه هم  رامنځته شي.