سوریه د اسرائیل تر اور لاندې؛ په یو ورځ کې ۱۰۰ هوايي برید

طرز پرس

20 قوس 1403

OIP (1).jpg

سوریه د دوشنبې په ورځ، د دسمبر ۹مه، د اسرائیل له پراخو هوایي بریدونو سره مخ شوه. داسې ښکاري چې د بشار الاسد د رژیم له سقوط وروسته دا هېواد یوې نوې او بې‌ساري پړاو ته داخل شوی دی. په بریتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو څار اداره وايي چې یوازې په همدې ورځ اسرائیل شاوخوا ۱۰۰ هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

دغه بریدونه بېلابېلې سیمې لکه د دمشق، لاذقیه او حما ته نږدې نظامي مرکزونه په نښه کړي دي. د دې ادارې په وینا، موخې یې د وسلو په نښه کول، د وسلو زېرمې، نظامي هوایي ډګرونه او ان څېړنیز مرکزونه وو. د هغو مرکزونو په ډله کې چې په نښه شوي، د برزه علمي څېړنیز مرکز هم شامل دی.

که څه هم د دې مرکز د فعالیتونو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، خو راپورونه ښيي چې په دې مرکز کې د کیمیاوي وسلو اړوند څېړنې ترسره کېدې. دا موضوع یو ځل بیا په سیمه کې د کیمیاوي وسلو د احتمالي کارونې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، د روان کال په جریان کې د اسرائیل هوایي بریدونو ۴۱۶ سوریایي سرتیري وژلي دي. اسرائیل ټینګار کوي چې د دغو بریدونو موخه د دې مخنیوی دی چې د سوریې د پوځ وسلې د افراطي ډلو لاس ته ور نه شي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر، ګیدعون سعر، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې د وروستیو بریدونو یادونه وکړه او ویې ویل: «موږ د مشکوکو توغندیو او کیمیاوي وسلو زېرمې په نښه کړې، ترڅو د افراطي ډلو لاس ته ورنه‌شي. زموږ یوازینۍ موخه د اسرائیل د وګړو امنیت دی.»

دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په سیمه کې کړکېچ خپل لوړې کچې ته رسېدلی او شنونکي باور لري چې دا اقدامات کولی شي د منځني ختیځ په جیوپولیټیک وضعیت پراخ اغېز ولري.