د آلمان د بهرنیو چارو وزیره: د اسد د رژیم پای، د ملیونونو سوري وګړو لپاره لومړنی ارام ساه ده

طرز پرس

18 قوس 1403

GettyImages-1233488521-1320x1036.jpg

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د بشار اسد د واکمنۍ پای د هغو ملیونونو سوري وګړو لپاره لومړنۍ ارام ساه بللې چې د اسد د حکومت له وحشت او جنایتونو څخه ستړي شوي وو.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بئربوک، د یکشنبې په ورځ، د دسمبر ۸مه، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي: «نه شو ویلی چې اوس په سوریه کې څه روان دي. خو څرګنده ده چې د اسد د حکومتولۍ پای د ملیونونو سوري وګړو لپاره د هغه د کلونو جنایتونو وروسته د ارام ساه ده.»

نوموړې په دې یادښت کې زیاته کړې چې اسد د خلکو پر وړاندې د وژنې، شکنجې او کیمیاوي وسلو په استعمال تورن شوی دی. «هغه باید په پای کې د دې جنایتونو ځواب ووایي.»

میرمن بئربوک ټینګار وکړ چې د سوریې خلک د یو ښه راتلونکي مستحق دي او اوس باید د دې اجازه ورنه کړل شي چې دا هېواد د نورو افراط‌پالو لاسونو ته ولوېږي. هغې له ټولو ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د ټولو سوریایانو په وړاندې خپله مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره له نړیوالو لوبغاړو هم غوښتنه وکړه چې اوس د سوریې د خلکو په ګټه عمل وکړي. هغې وویل: «کېدای شي د سولې لپاره دا سخت او ځنډېدلی سفر پیل شي.» میرمن بئربوک وړاندیز وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۲۵۴ پرېکړه لیک د سوریې لپاره د سولې د لارې غوره بنسټ کېدای شي.