د ترکیې صباح ورځپاڼې په خپل یو راپور کې د سوریې د راتلونکو تحولاتو په اړه پنځه احتمالي سناریوګانې څېړلې دي. دغه ورځپاڼه ټینګار کوي چې په دې هېواد کې د واک بدلون ښايي یو له دغو سناریوګانو سره پای ته ورسېږي، چې ځینې یې د سوریې د بشپړې تجزیې او سقوط احتمال هم مطرح کوي.
لومړۍ سناریو: د سوریې دموکراتیک جمهوریت جوړول
په دې سناریو کې د سوریې دموکراتیک جمهوریت د مختلفو ګوندونو د ائتلاف له لارې، چې بېلابېلې ایدیالوژۍ لري، جوړېږي. سره له دې چې دغه طرحه عملي ستونزې لري، خو د ترکیې، روسیې، امریکا او اروپایي هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري، ځکه دغه حل لاره کولی شي د سوریې امنیت او ثبات تضمین کړي.
دوهمه سناریو: د سوریې اسلامي جمهوریت تأسیس
د دې سناریو پر بنسټ، د «هیئت تحریر الشام» ترهګره ډله به د دې جمهوریت اصلي هسته وي. د هېواد اداره به د سلفي خوځښت استازو ته وسپارل شي، چې د عام تصور برخلاف، له اسرائیل او امریکا سره ایدیولوژیکه دښمني نه لري.
درېیمه سناریو: د اسرائیل تر کنټرول لاندې د شیعه ضد حکومت جوړول
دغه سناریو په سوریه کې د ایران د نفوذ پر وړاندې د مبارزې او د حزبالله لبنان د محاصرې پر بنسټ ولاړ دی. د داسې حکومت اصلي هدف به د ایران له لوري حزبالله ته د لوجیستیکي او نظامي ملاتړ پرې کول او په سیمه کې د تهران د نفوذ کمول وي.
څلورمه سناریو: د سوریې فدرالي جمهوریت جوړول
په دې طرحه کې سوریه د امریکا تر نظارت لاندې جلا ایالتونو ته وېشل کېږي، چې جوړښت به یې د بالکان هېوادونو ته ورته وي.
پنځمه سناریو: د سوریې تجزیه او بشپړ سقوط
په دې سناریو کې د سوریې تجزیه به کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړي، چې په پایله کې به دا هېواد په بشپړ ډول سقوط وکړي.
صباح ورځپاڼه د دغو سناریوګانو د څېړنې په ترڅ کې د سوریې د حالاتو پېچلتیا او د دې تحولاتو احتمالي نړیوالو اغېزو ته اشاره کړې ده.