انتوني بلینکن: د اسد د مخالفينو پرمختګونه؛ د روسيې او ايران اندېښنې زياتې کړې

طرز پرس

15 قوس 1403

6007e409478d1.jpg
د امريکا د بهرنيو چارو وزير، انتوني بلينکن وايي چې په سوريه کې د بشار اسد د وسله والو مخالفينو د بريدونو شدت او د پام وړ پرمختګونه ښيي چې روسيه او ايران سخت اندېښمن شوي دي.
نوموړي دغه څرګندونې د ناټو د شمالي اتلانتیک تړون غونډې په څنډه کې خبریالانو ته کړې او ټينګار يې کړی چې په سوريه کې د بغاوت يو له اساسي لاملونو څخه د بشار اسد لخوا د واک انحصار او ټولو سياسي خوځښتونو ته د سياسي مشارکت لپاره د يوې واضح چوکاټ نشتون دی.
دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ د بشار اسد وسله وال مخالفین د سوریې بل لوی ښار حماه ته داخل شوي او هلته په جګړه بوخت دي.
د «هيئت تحرير الشام» او د دوی د وسله والو متحدينو رسنۍ ادعا کوي چې د حماه ښار تر مرکزي سیمو رسېدلي او ډېری سیمه یې ولکه کړي؛ خو بل پلو د سوریې دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د بشار اسد د پوځ جنګي الوتکو د حماه ښار په څو برخو کې هوايي بریدونه کړي، څو د مخالفو وسله والو ډلو د پرمختګ مخه ونیول شي.