
د سوریې ولسمشر بشار اسد، په دې هېواد کې وروستیو تحولاتو ته په غبرګون کې د لومړي ځل لپاره متحده ایالات او د واشنګټن لوېدیځ متحدین په دې تورن کړي چې د سوریې د تجزیې لپاره یوه نوې دسیسه پر مخ وړي.
نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د دسیمبر په دویمه، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په یوه ټلیفوني خبرو کې مطرح کړي دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د سوریې ولسمشر بشار اسد، لوېدیځ هېوادونه تورن کړي چې د سوریې د تجزیې او په منځني ختیځ کې د یوې نوې نقشې د جوړولو په هڅه کې دي.
د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا لیکلي: «[د سوریې په شمال کې د ترهګرو تحرکات] د امریکا او صهیونیسټانو هغه پلانونه دي چې د سوریې د تجزیې او په شمال کې د اسرائیل او امریکا په مرسته د یوه حکومت د جوړولو لپاره روان دي.» د ایراني رسنیو په وینا، مسعود پزشکیان هم په دې خبرو کې یو ځل بیا د سوریې له حکومت سره د ایران پر دوامدار ملاتړ ټینګار کړی دی.