له اوکراین سره د المان ژمنه: د دسمبر تر پایه ۶۵۰ میلیونه یورو نظامي مرسته کوو

طرز پرس

12 قوس 1403

GdxmXkEXAAArwaz.jpg

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز اوکراین ته د خپل د وروستي سفر په ترڅ کې له دغه هېواد سره د ۶۵۰ میلیونه یورو په ارزښت د نظامي تجهیزاتو د مرستې اعلان وکړ او وویل چې دا تجهیزات به د دسیمبر تر پایه اوکراین ته ورسیږي.

ښاغلي شولتز دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د دسیمبر په دومه، خپل اېکس پاڼه کې هغه مهال وکړې چې دی اوکراین ته په سفر روان وو. نوموړي ټينګار وکړ چې جرمني به په اروپا کې د اوکراین تر ټولو قوي ملاتړی پاتې شي.
د جرمني صدراعظم همداراز لیکلي چې اوکراین په ډاډه زړه کولی شي پر المان حساب وکړي. نوموړي زیاته کړې، «موږ هغه څه وایو چې کوو یې، او هغه څه کوو چې وایو یې.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې یوځل بیا په اوکراین کې جګړه شدیده شوې او روسي ځواکونو خپل هر اړخیز هوايي او ځمکني عملیات تقويت کړي دي. بل پلو راپورونه وايي، چې د اوکراین زرګونه سرتېري په جګړه کې د ستړیا له کبله لومړۍ کرښې پرېيښي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر زلینسکي هم په لومړي ځل له روسیې سره د مذاکراتو لپاره چمتووالی ښودلی او ويلي چې په ناټو سازمان کې د غړيتوب په شرط، حاضر دی چې د روسیې لخوا له خپلې ولکه شوې خاورې هم تېر شي.