له مرکل څخه د پوتین بښنه؛ ډپلماسي که په ۲۰۰۷ کال کې د ځواک ښودنه

طرز پرس

10 قوس 1403

OIP.jpg

د روسیې ولسمشر ولاډیمیر پوتین، له ۱۷ کلونو وروسته د المان له پخوانۍ صدراعظمې انګیلا مرکل څخه له دې کبله بښنه وغوښته چې د ۲۰۰۷ کال کې له هغې سره په یو رسمي ملاقات کې یې خپل سپی راوستی و.

پوتین په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د انګیلا مرکل د وېرولو نیت یې نه درلود او هغه مهال دی نه پوهېده چې مرکل له سپیو څخه وېرېږي.

په ورته وخت کې، انګیلا مرکل په خپل تازه خپور شوي کتاب کې، دا تجربه ډېره ناخوښه بللې او ویلي یې دي چې پوتین قصداً خپل سپی د دې لپاره راوستی و چې هغه ووېروي او خپل ځواک نندارې ته وړاندې کړي.

پوتین د مرکل تازه چاپ شوي کتاب ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د مېرمن مېرکل د وېرولو هېڅ اراده یې نه درلوده. پوتین وویل: «انګیلا! مهرباني وکړئ ما وبخښئ، ما نه غوښتلو چې تاسو ته تکلیف درپېښ کړم.»