د ټرمپ د کډوالو ضد د سیاستونو پایله؛ ډله‌يیز شړل که ناشونی ماموریت؟

حامیه نادری

طرز پرس

7 قوس 1403

564564-1.jpg
نیویارک ټایمز په یوه راپور کې د کډوالو په برخه کې د ډونالډ ټرمپ د سیاستونو او د غیرقانوني مهاجرینو د پراخو شړلو د طرحې د پلي کېدو ستونزې څېړلي دي. په راپور کې ویل شوي چې د ټرمپ ملاتړي د هغه بریا د کډوالو په برخه کې د سختو سیاستونو د پلي کېدو په ځانګړې توګه د غیرقانوني مهاجرینو ډله‌يیز اخراج سره تړلې بولي.

ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې، استفان میلر، چې د کډوالو په برخه کې له سخت‌دریځو څېرو څخه دی، د کورني امنیت د سلاکار په توګه وټاکه او ټام هومن یې د دې طرحو د څارنې لپاره ټاکلی و. د راپور له مخې، د میلیونونو غیرقانوني کډوالو اخراج له لويو لوژستیکي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی. محاسبې ښيي چې د یو میلیون کسانو کلنی اخراج شاوخوا ۸۸ میلیارده ډالر لګښت لري. د ۱۱ میلیونه غیرقانوني کډوالو یو ځل اخراج به له دې رقم څخه ډېر زیات بودیجه او اوږد وخت ته اړتیا ولري.

خو اصلي ننګونه یوازې اقتصادي محدودیتونه نه دي؛ بلکه د لوژستیکي او انساني خنډونو په شمول ګڼې ستونزې شته. د هر کډوال اخراج نه یوازې د هغه د ژوند بلکې د کورنیو او ټولنو ژوند هم اغېزمنوي.

راپور پوښتنه مطرح کوي چې اصلي موضوع دا نه ده چې آیا د کډوالو شړل به وشي او کنه، بلکې دا ده چې د ټرمپ حکومت به دا طرحه تر کومه بریده او له کومې چټکۍ سره پلي کړي؟ همداراز، دا پوښتنه راپورته کېږي چې حکومت به څومره نظامي او مالي منابع دې طرحې ته ځانګړې کړي او تر کومه بریده به د قانوني خنډونو د لرې کولو یا د قوانینو د لغوه کولو لپاره چمتووالی ولري.

لیکوال یادونه کوي چې د دې سیاستونو د پلي کېدو له پیل سره به میلیونونه کډوال د خپل راتلونکي په اړه په بې‌باورۍ کې ژوند وکړي. دا بې‌باوري کولای شي د افرادو او ټولنو په ژوند کې ګډوډي رامنځته کړي. له همدې امله، د دې سیاستونو په اړه د عامه پوهاوي او رونټيا شتون مهم اهمیت لري، ترڅو کډوال او اغېزمنې ټولنې د راتلونکي لپاره تیاری ونیسي.

نیویارک ټایمز ټینګار کوي، که څه هم په متحده ایالاتو کې غیرقانوني پاتې کېدل جرم بلل کېږي او سزا یې اخراج دی، خو په پراخه کچه د دې سیاست پلي کېدل د جدي منابعو، بنسټیزو بدلونونو او قانوني چلند د اصلاح اړتیا لري. د دې تګلارو د تطبیق جزئیات به د میلیونونو کسانو په برخلیک او د کډوالو د ټولنو په راتلونکي کې اغېزمن رول ولري.