د اسراییلو او حزبالله ترمنځ له شاوخوا یو کلنې جګړې وروسته بالاخره د امریکا په منځګړتوب نن «چهارشنبه، د نومبر ۲۷مه» اوربند وشو او د سیمې پر وخت د سهار په څلورو بجو دا اوربند په رسمي ډول پیل شو.
د طرز پرس په رپوټ او د نړیوالو رسنیو د معلوماتو له مخې، دا اوربند لنډمهاله او د ۶۰ ورځو لپاره دی. تر اوسه د هوکړې بشپړ جزئیات خپاره شوي نه دي، خو لومړني راپورونه ښیي چې دا هوکړه تر ډېره په سیمه کې د ایران د نظامي او تخریبي فعالیتونو پر مخنيوي متمرکزه ده. د ایران د بېثباته کوونکو تحرکاتو په اړه د امریکا او اسراییل ترمنځ د استخباراتي معلوماتو تبادلې او له اسراییل څخه د ملاتړ په برخه کې د امریکا ژمنتیا د دې تړون له مهمو موادو څخه ګڼل کېږي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم په یوه بیانیه کې د دې تړون ځینو مهمو شرایطو ته اشاره وکړه. نوموړي وویل: «که حزبالله تړون مات او هڅه وکړي چې خپل ځواکونه بیا تجهیز کړي، موږ به برید وکړو. که د پولو په اوږدو کې د ترهګریزو بنسټونو د بیا جوړولو هڅه وکړي، موږ به برید وکړو. که راکټ وتوغوي، تونلونه وکيندي، یا د توغندیو ډک لارۍ راوړي، موږ به برید وکړو.»
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن له دې تړون هرکلی کړی او ویلي چې د دې لنډمهاله اوربند اصلي موخه دایمي اوربند ته لاره هوارول دي. نوموړي زیاته کړې، چې دا ۶۰ ورځنی اوربند به د لبناني بېځایه شویو خلکو لپاره د خپلو کورونو ته د بېرته ستنېدو فرصت برابر کړي.