فرانسه کې د ښځو پر وړاندې د دوامداره تاوتریخوالي پر ضد پراخ لاریونونه

حامیه نادري

طرز پرس

4 قوس 1403

ecf91731-268d-4c75-9f93-8013ff458f5f.jpg

په فرانسې کې زرګونو کسانو د ښځو پر وړاندې د ورستیو پرله پسې تاوتریخوالو پرضد لاریونونه ترسره کړل. دا لاریونونه په داسې حال کې ترسره شوې چې پاریس په ورستیوکې د یوې وېروونکې ډله ییزې جنسي تېري د قضیې شاهد وو. په دې پېښه کې یو سړي خپله مېرمن بېهوښه کړې وه او ۵۱ ناپېژاندو سړیو ته یې اجازه ورکړې وه چې په خپل کور کې پرې جنسي تېری وکړي.

دې پېښې د عامه خلکو غوسه پارولې او یو ځل بیا یې د ښځو د ساتنې په برخه کې د شته قوانینو پر ناکامیو نیوکې کړي دي. پاریس کې تازه زرګونه ښځې او نارینه کوڅو ته راوتلي ول، څو د نجونو او ښځو پر وړاندې د دوامداره تاوتریخوالي پر ضد خپل غږ پورته کړي. د دې ترڅنګ، په نورو ښارونو لکه د جنوب مارسی، د شمال ختیځ لیل، او د شمال لوېدیځ رن کې هم ورته غونډې ترسره شوې، چې په ټول هېواد کې د دې لاریونونو پراختیا څرګندوي.

د دې مظاهرو یوه اصلي غوښتنه د جنسي تېري اړوند د قوانینو اصلاح وه. د جنسي تېري اوسنی قانوني تعریف هغه کړنې شاملوي چې تاوتریخوالی، محدودیت، ګواښ یا حیرانتیا پکې وي، خو د رضايت مفهوم ته په کې په صراحت اشاره نه ده شوې. معترضان غواړي چې دا قوانین بشپړ او اصلاح کړل شي، څو د ښځو حقونه خوندي شي او د راتلونکو ورته پېښو مخنیوی وشي.

دا مظاهرې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو او د قوانینو او کړنو په جوړښت کې د بدلون لپاره د فرانسوي ټولنې د ژورې غوسې او جدي غوښتنې څرګندونه کوي.