د ټاکنیز سیالۍ پر روان ساتلو د جوبایډن وروستی ټینګار

طرز پرس

2 سرطان 1403

5e7e6a36230000e3360c6e90.jpeg

په داسې حال کې چې په ټاکنیزو سیالیو کې د متحده ایالاتونو د اوسني ولسمشر جوبایډن پر جسمي کمزورۍ اندېښنې څرګندې شوي؛ خو بايډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی چې خپلې ټاکنیزې سیالۍ به روانه ساتي.

د سي ان ان د راپور پر بنسټ ښاغلی بايډن د چهارشنبې په ورځ د چنګاښ ۱۳مه، خپلو پلویانو ته یو لیک استولی او په لیک کې یې ویلي چې خپلو سیالیو ته به دوام ورکوي.تر دې وړاندې، ډیموکراټ ګوند د ښاغلي بایډن د جسمي کمزورتیا په اړه اندېښنې ښودلې وې او څرګنده کړې یې وه چې ښايي ښاغلی بایډن دغه ټاکنیز سیالۍ ودروي. بل پلو د نیویارک ټایمز د یو خبر پر بنسټ، ښاغلي بایډن خپل یو ملاتړي ته ویلي چې هغه په دې اړه پر پرېکړې کولو لګیا دی چې یا به ټاکنیزې سیالۍ دروي او یا به هغه روانې ساتي.نیویارک ټایمز لیکي، چې په راتلونکو ورځو کې د خلکو مخې ته د متحده ایالاتونو د ولسمشر جوبایډن حاضرېدل به د هغه د راتلونکی سیاسي برخلیک په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

جوبایډن په خپل وروستي لیک کې خپلو پلویانو او ملاتړو ته منلی چې د هغه د جسمي کمزورتیا په اړه اندېښنې شته: « پوهېږم، چې دا څو ورځې سختې تېرې شوې. ډاډمن یم چې تاسو سره به ګڼې پوښتنې پیدا شوې وي، زه به په ښکاره او واضح توګه ووایم چې زه دغې لړۍ ته دوام ورکوم. »

د جوبایډن په ټاکنیزې سیالۍ کې د هغه د کمزورتیا په اړه اندېښنې له هغې وروسته زیات شول، چې ښاغلي بایډن د خپل سیال سره په ټاکنیزه مناظره کې ښکاره کمزورتیا وښوده او کله ناکله به له کنټرول هم ووتو.