د افغانستان مذهبي لږکي؛ دوامداره وژنې او د امنیت په برخه کې د طالبانو ناکامي

حامیه نادري

طرز پرس

3 قوس 1403

13161-000_15z3q8-585_329.jpg

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان مذهبي لږکي، په ځانګړي ډول شیعه ګان او صوفیان په پرله‌پسې ډول د هدفمند او مرګوني بریدونو لاندې راغلي دي. دا بریدونه زیاتره د افراطي ډلو لکه داعش لخوا ترسره کېږي. که څه هم طالبانو د افغانانو د امنیت ټینګولو ژمنه کړې ده؛ خو بیاهم په هېواد کې د مذهبي لږکیو د امنیت په برخه کې پاتې راغلي دي.

د دې تاوتریخوالي وروستۍ بېلګه د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د «سید پادشاه سادات» په زیارت کې د ۱۱ صوفیانو وژل کېدل دي. یو وسله‌وال بریدګر، چې په غږ نه لرونکي وسلې سمبال و، زیارت ته ننوت او هغوی یې د عبادت پر مهال وویشتل. دا پېښه د هغو پرله‌پسې بریدونو یوه برخه ده چې صوفیان په کې د ترهګریزو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته، په افغانستان کې د صوفیانو پر وړاندې لږ تر لږه څلور لوی بریدونه ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۲۲۸ نور ټپیان شوي دي. د دې بریدونو یوه بېلګه د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې په کندوز کې د «مولوي سکندر صوفي» پر جومات برید و، چې ۳۳ کسان په کې وژل شوي وو.

شیعه ګان هم په افغانستان کې په دوامداره توګه د مرګوني بریدونو هدف ګرځېدلي دي. د بېلګې په ډول، د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشت کې په پلخمري کې د امام زمان پر جومات ځانمرګي برید ته اشاره کولی شو، چې له ۳۰ زیات کسان پکې ووژل شول او ګڼ نور پکې ټپیان شول.

طالبان، چې ادعا کوي په ټول افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی، نه یوازې د لږکیو په ساتنه کې پاتې راغلي، بلکې پر هغوی یې نورې مذهبي محدودیتونه هم لګولي دي. صوفیان او شیعه ګانو کې یو شمېر سرچینې وايي چې طالبانو د دوی مذهبي مراسم محدود کړي او آن صوفیانو ته یې ګواښ کړی چې د ذکر حلقې بندې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بینټ، د صوفیانو پر وړاندې د وروستي برید په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې مذهبي لږکي په افغانستان کې له جدي خطر سره مخ دي. هغه د دې ډلو د ساتنې لپاره د عاجلو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې مذهبي لږکي د سختو امنیتي ګواښونو او مذهبي فشارونو لاندې ژوند کوي. که څه هم طالبان د افغانستان د ټولو وګړو د امنیت مسئولیت لري؛ خو د ورستیو راپورونو په رڼا کې، دغه ډله یا د امنیت د ټینګولو وړتیا نه لري او یا د دې کار لپاره په لویه کچه اراده نه لري. اوس تر بل هر وخت د دې لږکیو د ساتنې او د بشري حقونو له نقض څخه د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې فشار ته ډېره اړتیا لېدل کيږي.