د امریکا په نوې کابینه کې د طالبانو ضد څېرو ګمارنه؛ ټرمپ څه غواړي؟

معراج الدین مجری

طرز پرس

25 عقرب 1403

-1x-1.jpg

طرز پرس: د نومبر په شپږمه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له څرګندېدو وروسته، چې د ډونالډ ټرمپ له بریا سره پای ته ورسېد، سیمه او په ځانګړي ډول د افغانستان راتلونکی یوځل بیا په رسنیو کې پراخ انعکاس وموند.

ډونالډ ټرمپ، چې اوس د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی، مخکې له دې د افغانستان په وړاندې د جو بایډن پر سیاستونو نیوکه کړې وه او له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو وتل یې یو «شرموونکی وتل» بللی و. ټرمپ، چې په ۲۰۲۵ کال کې به رسماً د ولسمشر په توګه خپل کار پیل کړي، خو په دې وروستیو کې د خپل حکومت لپاره نوې څېرې معرفي کړې دي. اوس پوښتنه دا ده چې ټرمپ د دغو څېرو په ټاکلو سره څه هدف تعقیبوي؟ ایا هغه، چې خپله د دوحې د تړون جوړونکی بلل کېږي، به د دغه تړون پر خلاف ودرېږي؟ او ایا ټرمپ د افغانستان لپاره د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د ښځو تعلیم او زده کړو ملاتړی دی او دې برخو ته به لیوالتیا ولري؟

که څه هم دې پوښتنو ته ځواب ورکول ساده نه دي، خو باور داسې دی چې د ټرمپ سیاست څرګند او مستقیم دی، او هغه به د پورته ذکر شویو مواردو پروا ونه کړي، او د هغه تړون پر ضد به ګام پورته نه کړي چې خپله یې جوړ کړی دی. بیا هم، ځینې شنونکي د هغه وروستۍ ټاکنې د طالبانو سره د تعامل سیاست ګڼي. ټرمپ په دې وروستیو کې دوه هغه امریکایي جنرالان چې د افغانستان په جګړو کې یې برخه لرلې، د مهمو نظامي پوسټونو لپاره ټاکلي دي. له بلې خوا، د ټرمپ د حکومت د بهرنیو چارو وزیر به داسې څوک وي چې مخکې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د نقدي مرستو د بندېدو غوښتنه کړې وه.

دا ټاکنې داسې ښکاري چې ډېر د امریکا خپل منافع په پام کې نیسي، ځکه هغه ګواښونه چې نن د امریکا په وړاندې دي، دې هېواد غواړي چې یو ستراتیژیک ټکي ته لاسرسی پیدا کړي او له هغه ځایه خپل سیال او مخالف هېوادونه له نږدې وڅاري. دا ستراتیژیک ټکي پرته له افغانستان بل ځای نشي کېدی.

له بلې خوا، د ډونالډ ټرمپ لپاره افغانستان اوس په لومړیتوب کې نه دی؛ خو د خپلو سیالانو، په ځانګړي ډول چین، د کمزوري کولو لپاره به له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي. نو که فرض کړو چې امریکا د افغانستان په مسئلو کې مداخله کوي، دا مداخله به درې حالتونه ولري:

لومړی: افغانستان د امریکا لپاره تر ټولو ستر او مهم اډه ده، چې له دې لارې روسیې، چین او ایران ته ځان نږدې کړي؛ ځکه دغه اډه کولی شي د یادو شویو هېوادونو پر وړاندې د استخباراتي مداخلې او حتی برید کولو لپاره لار اسانه کړي.

دویم: د افغانستان اوسنی کمزوری وضعیت؛ افغانستان دا مهال د داسې ډلې تر واک لاندې دی چې د امریکا د استازي (زلمي خلیل‌زاد) د لاسلیک له لارې واک ته رسېدلې ده. په دې حالت کې، امریکا کولی شي په ډېرې آسانۍ خپلې غوښتنې طالبانو ته وړاندې کړي او هغوی د ارزانه جګړه‌مارانو په توګه وکاروي.

درېیم: د سپټمبر د یوولسمې په څېر کومه پېښه رامنځته شي او امریکا په ناڅاپي توګه افغانستان ته داخل شي. دا حالت به د واشنګټن د ګټو له مخې ارزول کېږي.

نو ویلی شو چې د ټرمپ له خوا د نوو څېرو ټاکنه د افغانستان په کورنیو مسایلو مستقیمه اغېزه نه لري، بلکې دغه څېرې ممکن له طالبانو سره د امریکا تعامل لا زیات کړي.

د شخصي او رواني ځانګړتیاوو له نظره هم ټرمپ یو تاجر دی، او د امریکا ګټې ورته تر هر څه ارزښتناکې دي. ښاغلي ټرمپ خپل د ولسمشرۍ په لومړي دوره کې هم په ځلونو له دې شعار سره چې «لومړیتوب امریکا ده» په اسانۍ سره نړیوال تړونونه مات کړي او خپلو نړیوالو شریکانو پر وړاندې یې د فشار سیاست غوره کړی دی.

د همدې تګلارې له مخې، ټرمپ د اشرف غني د حکومت پر مهال، چې یوه بشپړه غربي جوړښت یې لرله، د «دوحې خبرو» لپاره زمینه مساعده کړه، تر څو د افغانستان په جګړه کې د امریکا د لوړو لګښتونو پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره توافق ته ورسېږي.
له همدې کبله، د ښاغلي ټرمپ ماضي ته په کتو سره، د ځینو رسنیو د انګیرنو خلاف، هغه به خپلې نوې ولسمشرۍ دوره کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په اړه کوم جالب اقدام ته لاس پورې نه کړي.

لکه څرنګه چې یادونه وشوه، ټرمپ له طالبانو سره د مذاکراتو مخینه لري، نو امکان شته چې د مقابلې پر ځای د نویو خبرو اترو یوه دوره رامنځته شي، چې د واشنګټن اقتصادي او امنیتي اندېښنې او د طالبانو سیاسي ثبات په کې لا غښتلی شي.