جمهوري‌پالو د امریکا درې‌ګونی واک ترلاسه کړل

طرز پرس

22 عقرب 1403

TELEMMGLPICT000217425138_trans_NvBQzQNjv4BqN4AQR1Zlc2rVI7Dhe8NXU5FuXhO83yDxwK59K6SU36I.webp

واشنګټن - طرز پرس: د امریکا جمهوري‌پال ګوند د دې هېواد په استازو جرګه کې له بریا سره توانېدلی چې د متحده ایالاتو درې‌ګونی ځواک تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د امريکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، جمهوري‌پالانو په استازو جرګه کې ۲۱۹ څوکۍ ګټلې او دا وروستی ستراټژیک ځای و چې په بشپړه توګه پرې مسلط شول. له دې بریا سره، جمهوري‌پال ګوند اوس توانېدلی چې د امریکا درې‌ګونی ځواک، چې سپینه ماڼۍ، د سنا او د استازو جرګې پکې شامل دي، خپل کړي.

دا ستراټژیک موقعیت جمهوري‌پالانو ته اوس اجازه ورکوي چې د امریکا په سیاستونو، د قوانینو په جوړولو او د متحده ایالاتو په نړیوال دریځ کې فوق العاده اغېزې ولري. همدارنګه، هغه هېوادونو ته هم ځانګړی پیغام لري چې د نړیوالو تحولاتو په اړه د متحده ایالاتو د نوې لیدلوري په تمه دي.