محمد بن سلمان: نړیواله ټولنه باید اسراییل اړ کړي چې د ایران ملي حاکمیت ته درناوی وکړي

طرز پرس

21 عقرب 1403

000_33PF3J7-scaled.jpg

ریاض - «طرز پرس»: د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په ریاض کې د عربي ـ اسلامي هیوادونو د سرمشریزې په جریان کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې اسراییل اړ کړي د ایران ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او اجازه ورنه کړي چې یو ځل بیا د اسلامي جمهوریت پر خاوره برید وکړي.

د عربي ـ اسلامي هیوادونو سرمشریزه نن دوشنبه، د نومبر یوولسمه، په ریاض کې پیل شوه. په دې غونډه کې د اسلامي هیوادونو لوړپوړي چارواکي او د هغوی لومړی درجه استازي حاضر وو. د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په دې غونډه کې دوه مهمې غوښتنې مطرح کړې. نوموړي د منځني ختیځ د جګړې د زیاتېدو په اړه وروستیو اندیښنو ته اشاره وکړه او په ټینګار یې وویل چې نړیواله ټولنه باید پر ایران د اسراییل د لا زیاتو بریدونو مخه ونیسي. د سعودي ولیعهد زیاته کړه: «نړیواله ټولنه باید اسراییل اړ کړي چې د ایران ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.»

شهزاده محمد بن سلمان زیاته کړه چې دا غونډه د فلسطین په وړاندې د اسراییل دوامدارو بریدونو ته په پام سره جوړه شوې ده او ټینګار یې وکړ چې ریاض پر غزې د اسراییل بریدونه په کلکه غندي. محمد بن سلمان همدارنګه وویل: «موږ د یوه فلسطیني دولت پر جوړیدو ټینګار کوو.»