د چین ولسمشر ټرمپ ته: که یو بل پر وړاندې ودرېدو؛ نو دواړه یې بایلو

طرز پرس

17 عقرب 1403

RTS2KGBI.jpg

چین - طرز پرس: د چین ولسمشر شي جين پینګ له دونالد ټرمپ سره په ټلفني خبرو کې ویلي چې که دواړو هېوادونو د تعامل پرځای د تقابل سیاست غوره کړ؛ نو دواړه به بایلونکي وي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د نومبر۷مه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ښاغلی شي، بېګاه شپه له دونالد ټرمپ سره ټلفني خبرې کړي دي او نوموړي ته یې په ټاکنو کې د بریا لپاره مبارکي ویلې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ د چین ولسمشر شي جين پینګ، دونالډ ټرمپ ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ګټه په متقابلو دپلماټيکو اړیکو کې نغښتې او دواړه هېوادونه باید هڅه وکړي چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پکن او واشنګتن د جوبایډن د ولسمشرۍ په وخت کې ښې اړیکې نه درلودې. د چین تر ټولو لویه اندېښنه داده چې امریکا باید د تایوان له ملاتړ څخه لاس واخلي؛ خو امریکا وايي چې تایوان یو خپلواک هېواد دی او له دغه هېواد څخه د چین د نظامي بریدونو پر مهال ملاتړ کوي.