جرمني- «طرز پرس»: د المان د صدراعظم اولاف شولتز لخوا د دې هېواد د ماليې وزیر له ګوښه کېدو وروسته د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ، چې ایتلافي حکومت و پاشل شو او اوس وخت یې ده چې دی باید نوي ټاکنې اعلان کړي.
په المان کې دا سیاسي تحولات ټول په یوه ورځ کې تر هغه وروسته ترسره شول چې د جرمني صدر اعظم اولاف شولتز لخوا د مالیې وزیر کریستیان لیندر له دندې ګوښه شو. ښاغلی لیندر په آلمان کې د آزاد دموکرات ګوند (FDP) څخه وو او د جرمني ائتلافي حکومت هم د سوسیال دموکرات ګوند (SPD)، د آزاد دموکرات ګوند (FDP)، او زرغون ګوند څخه جوړ شوی وو.
ښاغلي شولتز د مالیې وزیر له ګوښه کولو وروسته وویل چې خپل حکومت به د جرګې د باور رایې ته وړاندې کوي؛ خو ستونزه داده چې د ایتلافي حکومت له پاشل کېدو سره، ښاغلی شولتز هم په جرګه کې خپله اکثریت رایې له لاسه ورکړي دي.
د جرمني قانون په دې اړه صراحت لري، که صدراعظم او یا د هغه ائتلافي کابینه د جرګې لخوا د باور کافي رایې ترلاسه نه کړي؛ نو په داسې شرايط کې ولسمشر کولی شي چې له وخت مخکې ټاکنې اعلان کړي.
د جرمني ولمسشر فرانک والټر شټاینمایر، نن د پنجشنبې په ورځ د نوامبر۷مه، په برلین کې یوې خبري ناسته کې وویل، چې دی چمتو دی نوي ټاکنې اعلان کړي. ښاغلی شټاینمایر همداراز زیاته کړه چې «اوس د چل وخت نه دی، بلکې د عقلانیت او مسئولیت وخت دی.»
د جرمني ولسمشر په دې خبري ناسته کې وویل، هېواد یې داسې یو حکومت ته اړتیا لري چې په اوسنیو سختو سیاسي شرايطو کې د عمل او کار وړتیا ولري. نوموړي د ټولو ګوندونو له استازو په جدیت غوښتنه وکړه چې اوسنی سیاسي شرایط درک کړي چې د ده په وینا، المان ورسره مخ دی.