واشنګټن - طرز پرس: امریکايي رسنیو لکه سیانان، اسوشیتید پریس، او فاکس نیوز اعلان کړی چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷م منتخب ولسمشر په توګه په ټاکنوکې بریالی شوی دی.
د امریکايي رسنیو لخوا د خپرو شوو لومړنیو نتایجو پر بنسټ، ډونالډ ټرمپ ۲۷۷ الکترال رایې ترلاسه کړي او د ۲۰۲۴ کال د متحده ایالاتو په ټاکنو کې یې بریا ترلاسه کړې. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا لپاره ۲۷۰ الکترال رایو ته اړتیا ده. په ورته مهال، د ډېرو هېوادونو مشرانو د ډونالډ ټرمپ دغه بریا ته مبارکي ویلې او هیله یې څرګنده کړې چې له ښاغلي ټرمپ سره به د چارو د پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي.
د بریتانیا لومړي وزیر کییر استارمر، د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز، د فرانسې ولسمشر امانؤییل مکرون، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د ارجنټاین نوی ولسمشر جاویر میلی، د قطر امیر، تیم بن احمد، د سعودي پادشاه ملک عبدالله، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هغو هېوادونو له جملې څخه دي چې له نورو مخکې یې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې او د همکارۍ ژمنه یې ورسره کړې ده.