واشنګټن: «طرز پرس» - د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې په تېرو وختونو کې یې د اسلامضد څرګندونو او د یو شمېر اسلامي هېوادونو پر وګړو امریکا ته پر تګ بندیز له کبله، د مسلمانانو یو کلک مخالف په صفت پېژندل کېدو، خو اوس هڅه کوي چې د خپلو دموکراټو سیالانو پر وړاندې، د امریکا د مسلمانانو او عربانو ملاتړ ترلاسه کړي. د ډېرو شنونکو په اند، د ټرمپ په دريځ کې دغه ناڅاپي بدلون او له مسلمانانو او عربانو سره د نږدې کېدو هڅې، د یوې موقتې تګلارې په توګه یواځې د رایو د ترلاسه کولو لپاره یوه هڅه ده.
د ټرمپ پخوانی اسلامضد دریځ
په ۲۰۱۶ کال کې، ټرمپ د مسلمانانو پر وړاندې په بېسارې ډول تند دریځونه درلودل. له دې جملې، د امریکا په کچه د مسلمانانو د پېژندلو لپاره د یو ملي نوملړ جوړولو وړاندیز او د یو شمېر اسلامي هېوادونو پر وګړو امریکا ته د تګ بندیز یادولی شو. دې کړنو په لومړي کال کې په قانوني توګه پلي شول او ګڼ شمېر مسلمان کډوال یې امریکا ته له تګ څخه منع کړل، چې په هماغه وخت کې یې په کور دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راوپارول.
همدارنګه، د ټاکنیزو کمپاینونو او خپل لومړي ولسمشرۍ دورې په اوږدو کې، ټرمپ څو ځله د اسلامضد لحن وکاروله او مسلمانان یې د امنیتي ګواښ په توګه یاد کړل. دې دریځ د امریکا د مسلمانانو ټولنه د ټرمپ له تګلارو او اصلي موخو څخه بدبینه کړه، چې ډېری یې د دموکرات ګوند او جو بایډن ملاتړ ته لېواله شول.
د دريځ ناڅاپي بدلون:
د نوې ټاکنیز کمپاین له پیل سره، ټرمپ د دموکراتانو او په ځانګړې توګه له کامالا هریس سره د نژدې سیالۍ له امله د مختلفو رای ورکوونکو ډلو ملاتړ ترلاسه کولو په لټه کې دی، چې په دې کې د امریکایي مسلمانانو او عربو ټولنې هم شامل دي. د دې له امله چې مسلمانان د غزې په وروستیو شخړو کې د بایډن د پالیسیو او له اسرائیل څخه د واشنګتن له ملاتړ ناخوښ دي، ټرمپ دې فرصت دې ته د یو فرصت په سترګه ګوري او هڅه کوي چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو په شعار د مسلمانانو ملاتړ خپل کړي او د امریکا په مهمو ایالتونو لکه میشیګان کې خپل موقف پیاوړی کړي. په دې ایالت کې د مسلمانانو او عربو امریکایانو یوه لویه برخه ژوند کوي.
د نیویارک ټایمز په وینا، ټرمپ په دې وروستیو کې د ډیټرویت په شاوخوا کې په یوه ټاکنیزه غونډه کې د مسلمانانو او عربو مشرانو ته بلنه ورکړې چې د خپل ټولنې په استازیتوب د هغه ملاتړ وکړي. له دې کسانو څخه، بلال الزهیری، چې د ډیټرویت د یوه مسجد امام دی، له ټرمپ ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل: «موږ د ټرمپ تر څنګ ولاړ یو، ځکه هغه د منځني ختیځ او اوکراین جګړو د پای ته رسولو ژمنه کړې ده.» دا څرګندونې ښیي چې ټرمپ هڅه کوي د هغو ژمنو له لارې چې د دې ټولنو له حساسو مسایلو سره تړاو لري، د مسلمانانو پام ځان ته واړوي.
خو د مسلمانانو د ملاتړ ترلاسه کولو هڅې دومره په اسانۍ سره د ټولو لخوا نه دي منل شوي. واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې ویلي چې د هغو کسانو اعتبار چې په ټرمپ غونډو کې د «مسلمانانو او عربو مشران» په توګه معرفي شوي دي، د امریکا د مسلمانانو په ټولنه کې مشهور نه دي. دا موضوع د ځینو کارپوهانو او شنونکو په نظر دا غونډې د ټرمپ د رایې ګټلو او د مسلمانانو مصلحتې استفادې لپاره تبلیغاتي نمایش بولي.
له بلې خوا، ټرمپ لاهم هڅه کوي چې د یهودي رای ورکوونکو ملاتړ هم ترلاسه کړي. هغه په تېرو وختونو کې او په دې ټاکنیز کمپاین کې هم د اسرائیل له لوري په غزه د برید ملاتړ کړی او په وار وار یې ویلي چې د اسرائیل او د هغه د سیاستونو پوره ملاتړ کوي. د ټرمپ دا دوه ګونی دریځ، د شنونکو په وینا، دا ښيي چې هغه د مختلفو رای ورکوونکو ډلو له حساسیتونو او اندیښنو څخه سیاسي ګټه اخیستل غواړي، پرته له دې چې د دې دریځونو تر منځ د مطابقت په اړه جدي پاملرنه وکړي.