طرز پرس: وروستۍ نظرپوښتنې ښیي چې د ډیموکرات ګوند ولسمشرۍ نوماندې او د امریکا اوسني مرستیالې کامالا هریس، او د جمهوري غوښتونکو نوماند دونالد ټرمپ ترمنځ سیالي خورا نږدې شوې ده. دا سیالي د نومبر د پنځمې ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې ترسره کيږي او هیڅ یو نوماند هم لا تر اوسه غوڅ اکثریت رایه نه دي ترلاسه کړي.
د نظرپوښتنو بهیر
د CNN تازه نظرپوښتنې، چې د SSRS له خوا ترسره شوې، ښيي چې دواړو نوماندانو په منځيني ډول د محتملو رایه ورکوونکو ۴۷ سلنه رایې ترلاسه کړې دي. دا نظرپوښتنې د یوه نږدې او له ننګونو ډکه سیالۍ انځور وړاندې کوي، چې په کې هیڅ یو نوماند د رایو له ټاکل شوې محدوده بهر نه دی وتلی.
د امرسن کالج وروستۍ نظرپوښتنه هم ښيي چې هریس له ۴۸ سلنه ملاتړ سره له ټرمپ څخه، چې ۴۵ سلنه ملاتړ لري، یو څه مخکښه ده. همدارنګه، د نیویارک ټایمز/سینا کالج بله سروې هم د دواړو نوماندانو لپاره ۴۸ سلنه ملاتړ ښيي. د سپټمبر په میاشت کې، ۴۸ سلنه محتمل رایه ورکوونکو د هریس ملاتړ کاوه، په داسې حال کې چې ۴۷ سلنه د ټرمپ ملاتړ کړی دی. دا بدلونونه د دې دوو نوماندانو ترمنځ د یوې دوامدارې او نږدې سیالۍ نښه ده.
د سیالۍ وضعیت
همدارنګه، نظرپوښتنې ښیي چې هریس د ښځو په منځ کې زیات ملاتړي لري، په داسې حال کې چې ټرمپ د نارینهوو په منځ کې مخکې دی. دا جنسيتي توپیرونه په څرګند ډول د امریکا په ټاکنو کې پراخې تمایلات ښيي؛ داسې چې نارینه ډیری وخت د ټرمپ ملاتړ کوي، او ښځې مېرمن هریس ته ترجیح ورکوي.
مهم ایالتونه
مهم ایالتونه لکه اریزونا، جورجیا، پنسلوانیا، مشیګان، نوادا، شمالي کارولینا او ویسکانسن به په دې سیالۍ کې د ګټونکي په ټاکلو کې ډېر مهم رول ولري. د امریکايي رسنیو په وینا، دا ایالتونه ممکن د ټاکنو برخلیک وټاکي، او د هر نوماند بریا په دې ایالتونو کې د ټاکنو په پایلې مستقیم اغېز کولی شي.
د الکترال کالج اغېز
د امریکا په ټاکنیز سیسټم کې ولسمشر د الکترال کالج (منتخب استازو مجمع) له لارې ټاکل کیږي، نه په مستقیم ډول د خلکو په رایو. په ټولیزه توګه، ۵۳۸ الکترال رایې شته، او یو نوماند باید د بریا لپاره ۲۷۰ الکترال رایې وګټي. دا سیسټم د دې لامل ګرځي چې رایه ورکوونکي په حقیقت کې منتخبینو ته رایه ورکوي، نه په مستقیم ډول نوماندانو ته.
که څه هم د ټاکنو نېټې ته ورځې را لنډېږي؛ خو بیاهم د پایلې وړاندوینه خورا سخته ښکاري. دا سیالي نه یوازې یوه سیاسي مبارزه ده، بلکې د امریکا په ټولنه کې د دوو بیلابیلو لیدلورو استازیتوب کوي. په داسې حالاتو کې یوازې وخت ښودلی شي چې له دې دوو نوماندانو څخه به کوم یو د امریکا نوی ولسمشر ټاکل کیږي او د دې هېواد په سیاسي راتلونکي څه اغېز لري.