کډوالۍ؛ د جمهوري غوښتونکو په ځانګړي تمرکز د امریکا د ټاکنو اصلي محور

حاميه نادري

طرز پرس

7 عقرب 1403

resizecom_c38f513c-bd7f-421e-a9f0-9f9ab949340c.jpg

طرز پرس: وروستي نظرپوښتنې ښیې چې کډوالۍ د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو یو له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کيږي، په ځانګړي توګه د جمهوري غوښتونکو رای ورکوونکو لپاره چې دې موضوع ته ډېر اهمیت ورکوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند، دونالد ټرمپ، کډوالۍ پر خپلې ډیموکراتې سیالې کامالا هریس د نیوکو یو له اصلي وسیلو څخه ګڼي. د ګالوپ سروې ښیي چې ۶۳ سلنه جمهوري غوښتونکي د ټاکنو په پرېکړه کې د کډوالۍ موضوع «ډېره مهمه» ګڼي، چې له اقتصاد څخه وروسته په دویمه درجه کې ځای لري. بلخوا بیا ډیموکراټانو دغه موضوع ته یوازې ۲۳ سلنه پاملرنه کړې ده.

د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ، په دې وروستیو کې د کډوالۍ له پالیسیو په کلکه نیوکه کړې او امریکا یې «د نړۍ د کثافاتو ځای» ګڼلی. نوموړي د کډوالو پراخ حضور د امریکا د ښاري جوړښتونو لپاره یو ګواښ ګڼلی دی. هغه ادعا کړې چې غیر قانوني کډوال په ښارونو واکمن شوي او د امریکا د ټولنې کلتور یې «زهرجن» کړی، چې په وینایې، د ژوند شرایط یې بدل کړي دي. ټرمپ ژمنه کړې چې د بریا په صورت کې به د غیر قانوني کډوالو د ایستلو لپاره پراخې هڅې وکړي او د ځینو ځانګړو ډلو، لکه د هايتي کډوالو لپاره ځانګړې محافظتي شرایط به هم لغوه کړي.

په ورته وخت کې د ولسمشر جوبایډن مرستیالې او د ډیموکرات ګوند نومانده کامالا هریس، ټرمپ د سرحدي امنیت د لایحې په تصویب کې په خنډونو جوړولو تورنه کړې ده. د هریس د کمپاین په وینا، دا لایحه چې د دواړو ګوندونو قانون جوړونکو لخوا په سنا کې څیړل شوې وه، د ټرمپ د سیاسي امتیاز اخیستلو فشارونو له امله له تصویب څخه پاتې شوه. هریس ټینګار کړی چې دا خنډ جوړونې یوازې د دې لپاره شوې چې ډیموکراتان کمزوري کړي.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې به د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۵مه، د سې شنبې پر ورځ ترسره شي او د دې ټاکنو ګټونکی به د ۲۰۲۵ له جنوري څخه خپل څلور کلن ولسمشرۍ دوره پیل کړي.