په منځني ختیځ کې د هریس او ټرمپ د سیاستونو ارزونه: بدلونونه او اغیزې

حاميه نادري

طرز پرس

6 عقرب 1403

14030503-82ba223.jpg

طرز پرس: د منځيني ختیځ څېړنیز انستیتوت (MEI) له خوا په یوه راپور کې په منځيني ختيځ کې د امریکا د دوو مخکښو سیاستوالو، «کامالا هریس» او «ډونالډ ټرمپ»، سیاستونو له یو بل سره پرتله شوي دي. راپور هڅه کوي د دې دواړو شخصیتونو د پالیسۍ توپیرونه او ممکنه پایلې روښانه کړي. دا راپور وايي چې د منځني ختیځ په اړه د دوی لیدلوري به په راتلونکي کې د امریکا او سیمې اړیکو پر څرنګوالي اغېز ولري. هریس هڅه کوي چې د اوسني ولسمشر بایډن پر پالیسیو قدم کيږدي، په داسې حال کې چې ټرمپ غواړي خپله پخوانۍ تګلاره بیا عملي کړي.

د ټاکنو نږدې کېدل او د سیاسي سیالیو شدت

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د نېټې او ورځو له نږدې کېدو سره، د دموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوندونو ترمنځ سیاسي سیالۍ شدت موندلی دی. د «اکونومیست» او «هیل» په څېر وروستیو سروې‌ګانو ښودلې چې ټرمپ د بریا لوړ احتمال لري او که بریالی شي، د امریکا د ګټو لپاره به د منځني ختیځ په برخه کې خپل مخکینی سیاست له نوې لیدلوري سره تعقیب کړي. د دې احتمالي بدلون د اغېزو د درک لپاره، تحلیلګرانو د دواړو کاندیدانو نظریې په پراخه کچه څېړلې ده.

د کامالا هریس سیاستونه: د بایډن د لارې ساتلو هڅه

ختیځې څېړنیزې انستیتوت په خپل راپور کې د هریس د سیاستونو مهمې موخې بیان کړې دي. داسې ښکاري چې هریس غواړي د بایډن د عمومي سیاستونو په تعقیب، له امریکایي متحدینو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي ترڅو د روسیې، چین او ایران په څېر هېوادونو نفوذ محدود کړي. دا تګلاره په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ کمولو او د امریکا د متحدو دولتونو ملاتړ ته جوړه شوې ده.

د اسرائیل او فلسطین په برخه کې، هریس د دوه دولتونو تر منځ د جوړجاړي ملاتړ کوي او د متقابل احترام او د اسرائیلو د نوو ښارګوټو له پراخولو څخه د مخنیوي غوښتونکې ده. هغې ته بیت‌المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د منلو وړ دی، خو د ټولو ادیانو لپاره د مقدسو ځایونو ته لاسرسی اړین بولي. همدارنګه، هریس به فلسطینیانو ته بشرپاله مرستې جاري وساتي، په دې شرط چې دا مرستې د امریکا له قوانینو سره سمې وي.

د ډونالډ ټرمپ سیاستونه: پر اقتصادي هوکړو تمرکز او د اسرائیل د امنیت ساتنه

ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې د ایران پر وړاندې «د اعظمي فشار» تګلاره غوره کړې وه او د دې لپاره یې اقتصادي او سیاسي بندیزونه کارولي وو. د ختیځې څېړنیزې انستیتوت وړاندوینه کوي چې ټرمپ که بیا وټاکل شي، همدا سیاست ته به دوام ورکړي او ښایي د امریکا د موقف پیاوړي کولو لپاره نوې فشارونه هم وارد کړي.

ټرمپ په منځني ختیځ کې د نوي اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړولو په موخه له سعودي عربستان او اسرائیل سره نږدې اړیکې یو مهم هدف ګڼلی دی. هغه ښایي د ابراهیم په څېر د ۲۰۲۰ تړون ته ورته نور تړونونه پر مخ یوسي، چې له مخې یې ځینو عرب هېوادونو له اسرائیلو سره اړیکې عادي کړې. د ټرمپ لپاره د بشري حقونو او ډموکراسۍ موضوعات د لوړې کچې په لومړیتوبونو کې نه راځي.

پایله

په منځني ختیځ کې د کامالا هریس او ډونالډ ټرمپ سیاستونه له یو بل څخه د پام وړ توپیر لري او هر یو په سیمه کې د امریکا ګټو لپاره مختلفې لارې څاري. که څه هم هریس په څو اړخیزو همکاریو او  بشري حقونو په ملاتړ کې هڅې کوي، خو ټرمپ یو اقتصادي سیاست ته لومړیتوب ورکوي او د هغو هېوادونو سره اړیکې غواړي چې د امریکا اقتصادي او امنیتي ګټې خوندې کړي. دا دواړه لارې به په منځني ختیځ او له دې سیمې سره د امریکا په اړیکو ځانګړې اغېزې ولري، او د ټاکنو پایله به د دې سیاستونو راتلونکی لوری روښانه کړي.